اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان د نېشنل راډيو او ټيلي کميونيکيشن کارپورېشن (اېن ټي آر سي) هري پور دوره كړې چرته جې وزيرا??ظم پاکستان كښې په وړومبي ځل د وينټيليټرز پېداواري سهولت پرانسته وكړه۔ د وزيرا??ظم ميديا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د سائنس او ټېكنالوج?? وفاقي وزير فواد چوهدري، د توان وزير عمر ايوب خان، د وزيرا??ظم د كووېډ-19 پحقله فوكل پرسن ډاکټر فېصل سلطان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل او نور اعلٰې چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ د اې?? آر ټي سي منيجنګ ډائريکټر بريګيډئر توفيق احمد وزيرا??ظم ته د ادارې د خدماتو، پېداوار، په دې څانګه كښې د تحقيق او پرمختګ او تاريخ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل اې?? آر ټي سي د کميونېکيشن آلات، اي پوليسنګ، اليکټرو ميډيکل آلاتو او د هارډ و سافټ ويئر جژرولو پشمول نور خدمات تر سره كوي۔ وزيرا??ظم په وړومبي ځل د هېواد دننه د وينټيليټرز جوړولو لپاره د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت ??و د اې?? آر ټي سي د اقدام ستائنه كولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره مهم سنګ ميل دے٬ ټوله ډله د مباركۍ مستحق ده، هېواد كښې د غوره صلاحيتونو خاوندان موجود دي څوك چې د نوې ټېكنالوجۍ پحقله ايجادات رامخې ته كولے شي۔ده ووئېل زمونږ حكومت به په دې لړ كښې د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو لپاره هر ډول ممكنه معاونت كوي۔ وزيرا??ظم ووئيل د كرونا وباء رسپانس او د معيشت په اړه زمونږ د سمارټ لاك ډاون د اقداماتو ستائنه كېږي٬ مونږ خپل پام اوس د صحت كوټلو اصلاحاتو پلو ??رځولے ۔ د دې نه پس وزيرا??ظم د وينټيليټر جوړولو د سهولت پرانسته وكړه او د اېن ټي آر سي د بېلا بېل سېكشنز ئې خارنه