اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د آمونو برآمد كوونكو ستونزې حل كولو په اړه د كورنيو چارو وزرات په غېر تسلي بخش ځواب د ناخوښې څرګندونه كړې ده او وزارت ته ئې امر كړے چې په 24 ساعتو كښې دا مسئله حل كړي او راپور راوړاندې كړي .د نهې په ورځ د قومي اسبملۍ سپيكر اسد قېص?? په مشرې كښې غونډه وشوه چې پكښې د وفاق?? وزيرانو پشمول د مخالفې ډلې غړو هم ګډون وكړو. په غونډه كښې په پوله د آمونو برآمد كوونكو د ستونزو حل لپاره اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو. سپيكر ووئيل د آمونو برآمد كوونكو ستونزې حل كولو په اړه د كورنيو چارو وزارت ځواب د ډاډ وړ نه دے. سپيك?? په دې د ناخوښې څرګندونه وكړه او په 24 ساعتو كښې ئې د ستونزې حل كولو هد??يت وكړو. سپيكر ووئيل كه د آم ونوبرآمد په اړه په وخت پرېكړه ونه كړې شوه نو د هېواد زيان به وشي. د تېر شپږو كلونو نه د پاكستان برآمدات كمېږي