پېنډې 14 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پارلماني چا??و سلاكار ډاكټر بابر اعوان ته ټيليفون كړے او د بجټ غونډې لپاره پارلماني معاملې په غوره ډول چلولو ئې مباركي وركړې. د خبرو په مهال د سمندر پورې پاكستانيانو د ووټنګ حق لپاره په قانون سازې هم خبرې وشوې. د اتوار په ورځ د ايوان ??در د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ټولې نړۍ په شان په پاكستان كښې هم د ووټنګ په سپېځلي نظام ټينګار وكړو. ده ووئ??ل چې سمندر پورې پاكستانيان قيمتي اثاثه ده، بايد د پرېكړې په عمل كښې شامل كړې شي. په دې موقع د وزيراعظم د پارلماني چا??و سلاكار بابر اعوان ووئ??ل چې د سمندر پورې پاكستانيانو دا پخوانې غوښتنه به ډېره زر پوره كړې شي. اړوند وزارت او ادارو سره د مشاورت عمل ترسره شوے.ډېر زر به قانون سازې لپاره په پارلمان كښېې تجاويز وړاندے كړو. ده ووئ??ل چې تاسو تل د سمندر پورې پاكستانيانو كاز لپاره هڅې كړې دي، د اولس مشر په توګه تاسو د پارلمان برخه ئې. په دې معامله كښې د پارلمان لارښونه وكړئ. د پارلمان سېشن ته د اولس مشر په وېنا د اظهار تشكر په قرارداد هم خبرې وشوې. اولس مشر پارلماني معاملات په سپېځلي ډول د چلول ??ېدو ستائنه وكړه