اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د كابینې اقتصادی رابطه كمیټۍ (ای ??ی سی ) د زراعت پرمختګ او كروندګرو له معاونت وركولو په لړ كښې د څو اربه روپو مالیت پیكج منظوری وركړې ده، د پیكج ترمخه به كروندګرو له په سره زرتلافی وركولې شي، د زرعی قرض د سود شرح كښې كمې، د بيلو تخمونو لپاره د چينجو وژلو داروګانو اخستلو او په ځائې توګه د جوړو شوو ټریكټرو په سیلز ټیكس كښې سبسډی هم په پیكج كښې شامل ده ، د موبائل ډیوائس مینوفیكچرنګ پالیسۍ او پاسكو څخه آزاد كشمیر له د 35 زره میټرك ټنه غنمو وركولو منظوري هم وركړې شوه ۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ غونډه د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې وشوه۔ د زرعی پیكج د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار (ایس ایم ایز) او زرعی څانګې لپاره د كورونا وائرس وباﺀ اثراتو مخ نيوي لپاره د وزیراعظم د 1200 اربه روپو څخه زيات ريلېف د امدادی پیكج برخه دے۔ د قامی غذائی ت??فظ او تحقیق وفاقی وزارت د 56.6 اربه روپو مالیت زرعی پیكج تجویز وركړے ؤ خو اقتصادی رابطه كمیټۍ وزارت ته سپارښتنه وكړه چې دا پیكج به د كوچني او مينځنۍ درجې كاروبار او زرعی څانګې لپاره كورونا وائرس وباﺀ اثراتو څخه مخ نيوي لپاره د وزیراعظم د 1200 اربه روپو څخه زيات مالیت امدادی پیكج ترمخه وركولې شي، د وزیراعظم امدادی پیكج كښې اېس ایم ایز لپاره 100 اربه ر??پۍ بيلې كړې شوي ۔ ای ??ی سی د اېس اېم ای څانګې له بالواسطه طریقې سره د كیش معاونت په لړ كښې 50 اربه ر??پۍ پیكج وړاندې څخه منظور كړے، د دې ترمخه 35 لكهه كسانو له د پری پیډ برېښنا آسانۍ وركړې كيږي۔ د قامی غذائی ت??فظ او تحقی?? وزارت اړوندو ډلو سره په ګډه چې كوم یكج تيار كړے په هغې كښې كروندګرو له د سرې په اخستلو 37 اربه ر??پۍ سبسډی وركولې شي۔ په دې كښې ډی اے پی او فاسفیټ سرو په يوه تروړه به 925 ر??پۍ او د یوریا او نائټروجن سرو په يوه تروړه به 243 ر??پۍ زرتلافی وركولې شي۔ ای ??ی سی ته ووئيل شول خریف سیزن كښې 3.04 ملیونه يوريا او 0.95 ميليونه ټنه ډی اے پی د كھپت اندازه ده۔ په زرتلافی سكیم به صوبې عمل درآمد كوي۔ زرعی پیكج ترمخه زرعی قرض باندې به مارك اپ كښې كمي لپاره 8.8 اربه ر??پۍ او كاټن سیډز او نور تخمونو چينجو وژلو داروګانو له بالترتیب 6 اربه او 2.5 اربه ر??پۍ بيلې كړې شوي،په دې پیكج كښې د يو كال مودې لپاره په ځائې توګه د جوړو ټریكټرو سیلز ټیكس په لړ كښې 2.5 اربه ر??پۍ زرتلافی شامله ده۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ 12.5 ایكړه زمكه لرونكو كروندګرو ته رسنې لپاره د زیډ ټی بی ایل سره سره د نورو بانكونو شاملولو په حاجت زور راوړې۔ په غونډه كښې تجویز وركړې شو چې د مارك اپ تعین سټیټ بنك كوي دې لپاره پیكج كښې دې د مارك اپ شرح د سټیټ بنك شرح له مخې معقول كړې شي۔ ای ??ی سی سكریچ كارډ سسټم لپاره د كوټلې تګلارې وضع كولو سپارښتنه وكړه دغسې چې حق دارو ته زرتلافی وركول ممكن شي۔په غونډه كښې ووئيل شول د سبسډی نه پس به د سرو طلب زيات شي او دې لپاره د صنعت او پیداوار وزارت وړاندې څخه خبر كړے شوے دغسې چې په دې اړه وړاندې څخه انتظامات باوري كړي۔ د قامی غذائی ت??فظ اوتحقی?? وزير ای ??ی سی له باور وركړو چې د سرو باقاعده آف ټیك سبسډائز دې خو د زياتوالې په صورت به ا??وند وزارت سره رابطه كولې شي۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ د غريبۍ ختمولو او سماجی ت??فظ ډویژن د اړخه په لائن آف كنټرول نزدې آبادۍ لپاره خاص ریلیف پیكج په لړ كښې د 01 جنوری 2020 راهسې تر 30 جون 2020ئ د مياشتې 12000 ر??پۍ وركولو د تجویز منظوری وركړه دغسې چې د 01 جولائی نه تر 31 دسمبر 2020ﺀ دغه كورنيو له د مياشتې 2 زره ر??پۍ وركړې شي۔ په غونډه كښې د دفاع وزارت په تجویز پی او ایل، یوټیلیټیز او میډیكل سټورونو خرڅونو لپاره د 16.6 اربه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټ منظوری هم وركړې شوه، د خزانې وزارت په تجویز پاكستان مشین ټول فیكټری ملازمانو لپاره د اكتوبر 2019 نه تر جون 2020 مودې لپاره د تنخاګانو وركولو لپاره د 288 ملیونه روپو ګرانټ منظوری هم وركړې شوې، د قانون وزارت په تجويز ای ??ی سی فیډرل جوډیشل اكیډیمی ملازمانو تنخاګانو لپاره د 40 ملیونه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټ منظوری هم وركړه۔ ای ??ی سی د صنعت او پیداوار وزارت د اړخه پاكستان سټیل ملز هیومین ریسورس ریشنلایزیشن د يو تجویز جاج واخست،د دې تجویز ترمخه 8 زره نه تر 9 زره ملازمانو له ریټائرمنټ او په ټرمینیشن 18.74 اربه ر??پۍ وركولې شي۔ ای ??ی سی د تجویز په تفصیل جاج واخستلې شو او سپارښتنه وشوه چې پاكستان سټیل ملز منیجمنټ سره به په دې سكیم بيا كار كولې شي،په دې سكیم كښې به زيات ملازمان شاملولې شي او دا تجویز به بيا ای ??ی سی ته وړاندې كولې شي۔په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وزارت د اړخه موبائل ډیوائس مینوفیكچرنګ پالیسۍ تفصیلی جاج واخستلې شو، ای ??ی سی د دې په بيلو اړخونو رڼا واچوله او منظوري ئې وركړه،ای ??ی سی وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د دې پالیسۍ ځينې خصوصیات او ترغیبات دې لا ښه كړې شي دغسې چې په ځائې توګه موبائل جوړول باوري كړې شي او دې سره سره د هغې برآمد هم ممكن كړې شي۔ ای ??ی سی د قامی غذائی ت??فظ او تحقی?? وزارت په تجویز پاسكو څخه آزاد كشمیر لپاره د 35 زره میټرك ټنه غنمو وركولو منظوری هم وركړه په دې به 1.52 اربه ر??پۍ خرڅونه راځي او په دې كښې به 50 فیصده ر??پۍ وفاقی حكومت وركوي۔(SFA/ZIA/2223)