اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د سائنس او ټېك??ال??جي ټاسك فورس چيئرمېن ډاكټر عطاﺀ الرحمن وئيلي دي د پاکستان په شمول نزدې 80 هېوادونه د كورونا وائرس مخ نيوي له وېكسين ??وړ??ي۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښ?? ده ووئيل په ځيني هېوادونو كښې د وېكسين ??وړ??لو اولنۍ پړاؤ ترسره شوے۔ په دوهم پړاؤ كښې به ټولې كمپنۍ وړاندې پروسيجر له خپل ډرګ رېګولېټري اتھارټي څخه اجازه غواړي۔ ده ووئيل تر كومې چې د وېكسين مؤثره كېدو او ټائم فرېم تعلق دے نو دې كښې 12 نه تر 16 مياشتو لګېدې شي۔ دې كښې د كورونا وائرس رنځورانو کلینیکل او فزیکل ټېټنګ هم شامل دي۔ د هره ورځې په بنياد د ټېسټنګ صلاحيت زياتوالي په اړه ده ووئيل دې سره به د رنځورانو تشخيص له مرسته ترلاسه شي۔ ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په سركاري روغتونونو كښې د ټېسټنګ آسانۍ زياتې كړي دغسې چې صحت مند وګړي كورونا رنځورانو څخه وساتلې شي