پيښور 10 اپریل (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان د جمعې په ورځ د پيښور دورې په مهال د احساس پروګرام ترمخه د امدادی روپو وركولو لپاره د جوړ مر??ز دوره وكړه، دغه مر??ز حیات آباد فیز 5 كښې ویمن ډګری کالج كښې جوړ شوې ٬ په دې موقع د خیبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان ، وزیر اعلیٰ محمود خان ، وفاقی وزیر اسد عمر ، دوهم وزير شهر یار آفریدی او د وزیر اعظم خاص مرستياله ثانیه نشتر هم د?? سره ملګري وؤ۔ وزیر اعظم په مر??ز كښې مستحقینو له د امداد ی روپو وركولو عمل جاج واخست۔ ده د مر??ز منتظمینو څخه د روپو وركولو عمل تفصیلات په اړه معلومات هم ترلاسه كړل۔ وزیر اعظم ته ووئيل شول احساس پروګرام ترمخه مستحقینو له د روپو وركولو په مهال د مستحقی??و عزت نفس خاص خیال ساتلې كيږي او دې سره سره د کرونا وائرس وباﺀ ترمخ?? ټول احتیاطی تدابیر او د اېس او پیز خيال هم ساتلې كيږي