اسلام آباد ۔ 8 اپریل ( اے پی پی ) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني امريكائي حكومت سره د كورونا وائرس وباﺀ له امله په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د پاكستان لخوا د مرستې وړاندېز كړې۔ دشورؤ په ورځ د سېنېټ چيئرمېن لخوا امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د امريكائي سېنېټ مشر مائیکل پنس ته ليكلي شوو خطونو كښې د سېنېټ چيئرمېن د كورونا وائرس د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔ دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن الماني چانسلرې او د اطاليا وزيراعظم ته هم خطونه استولې۔ صادق سنجراني خپل خط كښې ووئ??ل كورونا وائرس يو غېر معمولي نړيوال چېلنج دے كوم چې هر يو وګړې ځپلې ۔ دې ستونزې كه يو اړخ ته تباهي خپره كړې نو بل اړخ ته د نړۍ قامونو ته دې سره د يو كېدو موقعه ه?? ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ په ډول په سماجي فاصله او احتياطي تدبيرونو سختۍ سره عمل كوي۔ د پاكستان پارلمان او اولس په دې سخت وخت كښې تاسو سره ولاړ دي او ستاسو هر ډول او په خاص توګه ً پېرا مېډیکل ملاتړ له چمتو دي۔ ده هي??ه ولرله چې د شريكو ھڅو د لارې به مونږ ډېر زر په دې ستونزه قابو اومومو۔ په دې سخت وخت كښې زمونږ نيكلې هي??ې ستاسو سره دي