اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د منصوبه بندۍ وزارت كښې په زرعي تحقيق تفصيلي كار روان دے٬ د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې چين او پاكستان د پوهنتونونو ترمېنځه د زرعي څا??ګو همكارۍ له خوښي لري٬ د چين زرعي انقل??ب څخه ګټه پورته كو??و ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د كركيلې پرمختګ لپاره په قامي مباحثه ګول مېز كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔اسد عمر ووئيل چين په زرعي څا??ګه كښې ا نقلاب راوستې او د دغې څخه پاكستان له ګټه پورته كو?? پكار ده ٬ د پاك چين په بي ټو بي فورم كښې به د زرعي څا??ګې نمائندګي باوري كو??ې ش??۔ ده ووئيل صنعت٬ پوهنتونونه ٬ حكومت او د سول سوسائټۍ په اشتراك به پاليسي او جديد ريسرچ ته وده وركوٶ۔ ده ووئېل پي اېس ډي پې كښې سږ كال كركيلې لپاره د نورو كلونو په مقابل كښې زيات فنډ بېل كړې شوې۔ ده ووئيل د كروندګرو د كار استعداد زياتولو ته اړتيا ده ۔ اسد عمر ووئيل پاكستان كښې د ګنو كردوندګرو تحفظ ضروري دے او د منصوبه بندۍ كمېسون ته د زرعي پاليسي پلېټ فارم جوړولو له امر شوے