اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي پولي?? ختمول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ حكومت پولي?? ختمولو له د ټولو وسيلو كارولو عزم لري۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ د روټری انټرنېشنل لوړې كچې پلاوي سره ملاقات ??ښې وكړه۔ د پلاوي مشري د روټری انټرنېشنل صدر هولګر نېئک كوله۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا مرستيال ډاكټر ظفر مرزا هم ملاقات ??ښې موجود وو۔ د خبرو په مهال هېواد كښی د پوليو په موجوده صورتحال او د پولي?? ختمولو له د پاكستاني حكومت لخوا په پورته كېدونكو ګامونو د خيالاتو څر??ند??نه وشوه۔ خصوصي مرستيال ډاكټر مرزا پلاوي ته پولي?? ختمولو له د پاكستاني حكومت ګامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د پوليو په ضد روان كمپائن ??ښې 100 زره څخه زياتو اهلكارو او دوه نيم لكه پوليو وركرز خذمات ترسره كړل۔ 5 كاله څخه د لږ عمر 4 كروړه كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركړې شول۔ د روټری انټرنېشنل پلاوي پولي?? ختمولو له د حكومتي هڅو ستائنه وكړه۔ پلاوي سره خبرو ??ښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پولي?? ختمول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ حكومت پولي?? ختمولو له د ټولو وسيلو كارولو عزم لري۔وزیراعظم ووئيل د پاكس??ان او افغانس??ان په پوله والو سيمو تګ راتګ منظم كولو له خصوصي ګامونه پورته كولې شي چې په نتيجه ??ښې به ئې د پوليو وائرس ترسيل مخنيوي ??ښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم د پوليو په ضد د پاكستاني حكومت مرسته كوؤنكو ټولو نړيوالو تنظيمونو او په خاص توګه د روټري انټرنېشنل مننه كولو سره ووئيل حکومت د پولیو په ضد كار كوؤنكي هر يو تنظيم خذماتو ته د قدر په سترګه ګوري او دوئي ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔