اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي وزیراعظم عمران خان امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره په ملاقات كښې په څركندو ټكو ټولې مسئلې پورته كولو كښې وئيلي دي د مقبوضه كشمير وګري هند سره پاتې كېدل نه غواړي٬ ملګري ملتونه دې پخپلو قراردادونو د عمل درآمد سره كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركو??و لپاره كردار ولوبوي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل وزیراعظم ټرمپ سره د ملاقات په مهال په هره نكته خبرې كړې او ھغه ئې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس (اېف اے ټي ??ېف) پحقله د پاكستان د كوټلو اقداماتو نه خبر كړې۔ ده ووئيل د مني لانډرنګ مخنيوي او د ټېرر فنانسنګ خاتمې لپاره حكومت سنجيده ګامونه پورته كړي٬ پاکستان په اېف اے ټي ??ېف كار كوي چې پكښې كاميابي ترلاسه شوې۔ ده ووئېل پاكستان اېف اے ټي ??ېف په سياسي توګه كارول غواړي٬ اېف اے ټي ??ېف د سياسي وسلې په توګه هېچرې كارول پكار نه دي ٬ بايد نړۍ د پاكستان په اېف اے ټي ??ے پېشرفت تسليم كړي٬ هند په هره معامله د پاكستان په ضد ډنډوره كوي خو ټرمپ هم غواړي چې د اېف اے ټي ??ے په معامله د پاكستان مرسته كول پكار ده۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان خپل اهميت لري٬ پاكستان غواړي چې امريكې سره خپلې اړيكې ښې كړي خو پاكستان سره په اړيكو ټرمپ او امريكائي اسټیبلشمنټ په يو پېج نه دي۔ ده ووئېل امريكا هند په منطقه كښې استراتېژك پارټنر ګڼي او د امريكې هند پلو پام لرنه څه نور وجوهات لري۔ ده ووئيل په اېف اے ټي ??ېف د پاكستان پېشرفت بايد اومنلې شي٬ ټرمپ هم پوهېږي چې په اېف اے ټي ??ېف پاكستان پېشرفت كړې او ھغه هم غواړي چې په دې معامله د پاكستان بايد مرسته وكړې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل ټرمپ يو ځل بيا د كشمير په كشاله د ثالثۍ د كردار لوبولو وړاندېز كړې ٬ ھغه غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې موندې معامله حل شي خو ھغه په دې هم پوهه دے چې د كشمير مسئلې حل كښې هند لوي خنډ دے پاكستان نه ۔ ده ووئيل پاكستان په موثره ډول د كشمير كشاله په نړيواله كچه پورته كړې٬ د پاكستان د هلو ځلو په سوب دوه ځله د كشمير كشاله سلامتي كونسل ته و??اندې كړې شوې٬ په سلامتي كونسل كښې مبصرينو د كشمير په اړه ب