اسلام آ??اد 08 جنوری(اے پی پی)د قامې روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي د وزيراعظم په خاص سپارښتنه د ضروري داروګانو بيعه كښې 15 فيصده كمې شوې٬عام كس ته آسانۍ وركولو لپار?? په بنيادي توګه د داروګانو بيعه كښې ب?? په كمي عملدرآمد كولې شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سر?? په خاص خبرو كښې د روغتيا خاص مرستيال ووئيل د دې نه علاوه مونږ يو آن لائن آسانيو سسټم هم معارفې كوو د كومې د لارې به چې خلك د داروګانو د بيعو تصديق كولې شي او په ماركيټونو كښې د زي??تو بيعو داروګانو خرڅونكو مېډيكل سټورز مالكانو په ضد به ګيلې هم درج كولې شي۔ده ووئيل زه پخپله دې معاملې ته پام كوم او د داروګانو پ?? بيعه كښې غېر قانوني او غېر مجاز زياتوالې به برداشت نه كړم۔ده ووئيل ډي آر اے پي ټاسك فورس به د زي??تو بيعو جانچ پړتال لپاره د بېلو ماركيټونو سروے كوي۔ده ووئيل وزيراعظم په ښكاره توګه هدايت كړی چې په زيات?? بيعه د داروګانو خرڅونكو مېډيكل سټورز مالكانو په ضد سخته كاروائي وكړئ او د هغوي داروګان به هم ضبط كولې شي۔خاص مرستيال ووئيل د زړه٬شوګر٬بلډ پرېشر او ځينې اينټي بائيوټك داروګانو په بيعو كښې كمې شوې او وګړي هم د دې بيعو په اړه خبرول پكار دي