ملتان 10 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د نواز شريف په علاج كښې مو خنډ نه دې پېدا كړے٬ بلاول دې د آصف علي زرداري د ناروغې ثبوت وركړي٬ په هغې به هم غور وكړو٬ بايد نواز شريف علا?? لپاره ب??ر لاړ شي٬ د هغه حالت اندېښمن دے٬ حكومت د ده په ب??ر تللو كښې كوم خنډ نه دې پېدا كړے٬ مونږ ??عا كوو چې هغه روغ رمټ شي٬ بېرته راشي او سياست پېل كړي۔ پ?? ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل چې كه ب??اول شكايت لري نو هغه دې هم د خپل والد آصف علي زرداري د ناروغې كوټلي ثبوتونه وركړي٬ په دې به هم غور وكړو۔ شاه محمود قريشي د بابري جومات د كېس د پرېكړې غندنه كولو سره ووئيل چې د بابري جومات پرېكړه د تضاداتو نه ډكه ده او د انصاف په ب??ياد نه ده٬ دا پرېكړه د كرتارپور لارې پرانستلو په ورځ شوې۔ پ?? هندوستان كښې د اقليتونو ژوند ګرانولې شي۔ كه مودي په كشمير كښې كرفيو خت?? كړي او تور قوانين خت?? كړي نو مونږ به ئې مننه وكړو۔ ده ووئيل چې د 97 ورځو نه په كشمير كښې پرله پسې كرفيو نافذ ده۔