اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اسلام نړيوالو مبلغينو وئيلي دي چې نبي كريم ﴿ص﴾ د ټول كائنات امام دے٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ په رسالت كښې د رحمت عنصر ځانګړې و٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ اخلاقو ټول مخالفين هم د ده خوا ته راجمع كړل۔ د اتوار په ورځ په كنونشن سنټر كښې د عيد مېلاد النبي په موقع نړيوال رحمت اللعالمين كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د عراق څخه راغلي عالم دين عمار نجم عمود الثاني٬ د تيونس څخه راغلي مبلغ ډاكټر ميزان طاهر شريف ووئيل چې نبي كريم ﴿ص﴾ د ټول كائنات امام دے٬ نبي پاك ﴿ص﴾ د قيادت معمار دے٬ د هغه صفات خپلوونكې د نړۍ قائد جوړ شي۔ مېزان طاهر شريف ووئيل چې پاك??تا?? د صوفيا كرامو خاوره ??ه٬ باطن ئې عشق رسول او ظاهر ئې اخلاق رسول سره ??وښانه دے۔ ده د فلسطين او د كشميري مسلمانانو د آزادې دعا وكړه۔ د اېران څخه راغلي مبلغ حجت العبادي نشاء ووئيل چې د نبي پاك ﴿ص﴾ په رسالت كښې د رحمت عنصر ځانګړې و٬ الله د هغه اطاعت خپل اطاعت ګرځولې۔ د نبي پاك ﴿ص﴾ اخلاقو ټول مخالفين هم د ده خوا ته راجمع كړل۔ د پاك??تا?? علما كونسل چيئرمېن ډاكټر طاهر اشرفي ووئيل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د مينه والو په موجودګې كښې څوك هم د پاك??تا?? نظريه او جعرافيه ??ه شي بدلولې۔ ده ووئيل چې تېره ورځ نړۍ دوه څېرې وكتلې يوه د مودي څېره كوم چې د بابري جومات په ځائ مندر لپاره ??مكه وركول و او بله د كرتارپور لار پرانستل دي۔ ده ووئيل چې هم دا د مدينې د رياست تصور دے۔ ده ووئيل چې په پاك??تا?? كښې عقيده ختم نبوت هېڅ خطر نه لري۔ ع??را?? خان په نړيواله كچه ??اموس رسالت لپاره ?? قانون سازې تجويز وركړے۔ په ملګرو ملتونو كښې د ع??را?? خان تقرير د ده لخوا كشمير سره ?? تړون ثبوت دے۔ ده ووئيل چې د ع??را?? خان او سرلښكر لخوا اسلامي نړۍ ته د اتحاد درس وركوو ځكه ځينې خلق تكليف سره مخ دي۔