اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې محور به د كشمير كشاله وي٬ د مقبوضه كشمير صورتحال زيات خرابېدونكې دے ٬ د هند او پاكستان ترمېنځه د جنګ امكانات نشي نظر انداز كېدې ۔ ده دا خبرې غېر ملكي مج??ې نيوز ويك سره خپلې مركه كښې وكړې۔ ده ووئيل د دواړو ه??وا??ونو ترمېنځه درې جنګونه شوي او د دواړو ه??وا??ونو اړيكې د تاريخ بدترين موړ ته رسېدلې ٬ هند په آئين كښې بدلون كولو نه پس پاكستان د خبرو ات??و ټولې هڅې په ځائ پرېښودې۔ ذوالفقار بخاري ووئيل د پاكستان يوازنې مقصد په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ او په منظمه نسل كشۍ رڼا اچول دي٬ پاکستان د چين، ترکيې، ماليزيا او د ايران غوندې د قامونو تائيد ترلاسه كړې ۔ امريكائي اولس مشر ټرمپ او د وزيراعظم عمران خان د ملاقات په اړه ده ووئيل دواړه مشران خپل مېنځ كښې ښې اړيكې لري٬ هم دواړه غېر روايتي سياست مدار دي او غېر د څه لحاظ نه خبرې كول خوښوي٬ هند فا??س فلېك اپرېشن