اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سېنېټ چيئرمېن لخوا كنفرنس كول ښه اقدام دے ٬ دې سره ب?? د ??اكلې شوو نمائندګانو د كشمير په مسئل?? د ??و موټې كېدو او يوالي پېغام لاړ شي٬ پاکستانې قام د كشمير په مسئله يو موټې دے۔ د شورو په ورځ قامي كشمير پارلماني كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د آزاد کشمير د وزيراعظم د جذباتو احساس لرو٬ په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 44 ورځو راهسې كرفيو روانه ده ۔ خارجه وزير ووئيل د آزاد كشمير د وزيراعظم خبره سمه ده چې د كشمير مسئله د زمكې د ټكې نه ده٬ نړۍ د كشمير په مسئله سترګې پټولې شي ٬ د قام پرېكړه ده چې پاكستان ب?? د ??شميريانو نه سترګې نه اړوي٬ وزيراعظم په ملګرو ملتونو ت?? د ??شميريانو مقدمې لپاره روان دے ھغه ب?? د ??شميريانو جذباتو ته زيان نه رسوي۔ ده ووئيل نړيواله ميډيا د هند اصلي څېره بې نقابه كوي٬ د كشمير كشالې لپاره يوالې ډېر ضرورې دے٬ د فلسطين مسئلې د او آئي سي تنظيم جوړ كړې۔ خارجه وزير ووئيل د امريكې سفارت تل ابيب څخه مقبوضه بېت المقدس ت?? د ??نتقل كولو اعلان په ضد او آئي سي غږونه راپورته كړي٬ د او آئي سي هېوادونو شريك سوچ كښې خليج ښكاري٬ د او آئي سي متفقه اعلاميه ده چې مقبوضه کشمير څخه دې كرفيو پورته كړې شي٬ د سترګو په رف كښې د كشمير مسئله نه شي هوارېدې٬ نن د پاكستان قيادت هېڅ لچك نه لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ب?? د ??اکستان د مفاداتو سودا نه كوي٬ پاکستان او کشميريانو هندي اقدامات رد كړې ٬ نن هند تقسيم ښكاري۔ ده ووئيل زه ماشوم نه يم او نه بې غوره يم٬ كه مودي جرات لري نو مقبوضه کشمير څخه دې كرفيو پورته كولو سره په سري نګر كښې كشميريانو ته وېنا وكړي۔ ده ووئېل په اولسي رېفرنډم پرېكړه كېدې شي خو مودي كښې جرات نشته٬ د شريكې غونډې نه پس د كشمير په مسئله دا مهم قدم دے دغسې چې نړۍ ته پېغام لاړ شي چې د پاكستان پارلمان په دې مسئله يو موټې او يو غږ لري ۔ ده ووئېل دا د زمكې د ټكړې خبره نه ده٬ د اګست د 5مې نيټي پېښې تشويش زيات كړې ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د ستمبر په 27مه نيټه په ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله په بشپړه توګه پورته كوي ۔ خارجه وزيرشاه محمود قرېشي ووئيل 54 كاله پس د كشمير مسئله د سلامتي كونسل په اېجنډا پورته كړې شوې چې كرېډټ ئې د پاكستان وزيراعظم ته ځي ۔ ده ووئېل د كشمير مسئله ب?? د ??لګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو لپاره تر آخري حده ځوو٬ ملګرو ملتونو د كشمير په مسئله يو شمېر قراردادونه منظور كړې كوم چې د مسئلې يوازنې حل دے۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د كشمير مسئلې ته پام لرنه كولې شي٬ په جنيوا کنونشن كښې هم يو هې??اد د هندي دريځ ملاتړ نه دې كړې۔ ده ووئيل د نړۍ ميډيا د كشمير كشاله رامخې ته كولو سر?? د ??ند ناوړه څېره اولس ته ښائي۔ وزيراعظم كشميريانو سر?? د ??والي څرګندونې لپاره په مظفرآباد كښې كاميابه جلسه كړې او نړۍ ته ئې د هند ناوړه څېره ښودلې۔ ده ووئېل د كشمير مسئلې په ګرده نړۍ هله ګوله راپېدا كړې۔ ده ووئيل د او آئي سي په نوعيت كښې لږ بدلون راغلې٬ د او آئي سي د ځينې هېوادونو سوچ كښې خليج ښكاري٬ او آئي سي به ځان سره بوتلل وي او د حقائقو له مخې ب?? د ??شمير مسئلې په اړه حكمت علمي خپلول وي۔ ده ووئيل حريت مشران بندي كېږي٬ د هند د تور قوانين زيان كشميريانو ته رسي٬ پاكستان د سياسي تړون نه پرته كشميريانو سره ولاړ دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند د كشمير په مسئله تقسيم شوې ٬ د هند سپريم كورټ فشار سره مخ دے۔ ده ووئيل سپريم كورټ له به خپل تاريخي اړخ مخې ته كېښودل وي۔ سپريم كورټ د هند د مخالفې ډلې ګوندونه سري نګر ته تللو نه د ايسارولو مخالفت كړې۔ خارجه وزير ووئيل مودي كه اخلاقي جرات لري نو د پاکستان د وزيراعظم غوندې دې په سري نګر كښې جلسه وكړي