واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كشمير كشالې هواري لپاره د ثالثۍ وړاندېز كولو سره وئيلي دي چې كه د كشمير كشالې هواري كښې څه كردار ترسره كولې شي نو دا به زما لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره وي٬ پاكستان يو عظيم هېواد دے٬ عمران خان د پاکستان ډېر مقبول وزيرا??ظم دے، پاکستان افغان امن ع??ل مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم مهم كردار لوبوي٬ زمونږ ملاقات ډېر ګټور ٶ او وزيرا??ظم عمران خان وئيلي دي چې هند سره خبرو اترو له چمتو يو٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې 70 زره ځاني قربانۍ وركړې دي٬ افغان مسئله هېڅ پوځي حل نه لري٬ د افغان مسئلې حل هم د مذاكراتو د لارې ممكن دے ٬ مونږ افغان امن لوظنامې ته نزدې رسېدلې يو۔ اوول آفس كښې وزیرا??ظم عمران خان سره د ګډې خبرې كنفرنس ته د وېنا په مهال اولس مشر ټرمپ د كشمير په صورتح??ل د تشويش څرګندونه وكړه٬ وزیرا??ظم نرېندرا مودي سره په دې وروستيو كښې د خبرو اترو حواله وركولو سره ټرمپ ووئيل هند به هم د دې اوږدې مودې په شخړه د امريكې ثالثۍ قبولو لپاره رضا وي۔ ده ووئيل کشمیر ښكلے ځائ دے او دا ښائسته ځائ پاتې كېدل پكار دې۔ امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ووئيل وزيرا??ظم عمران خان سره په ملاقات كښې د هند او افغانستان پحقله خبرې شوې او مونګ د افغانستان د صورتحال پحقله تفصيلي خبرې كړې دي، د پاکستان او هند ترمېنځه ثالثۍ لپا??ه هر وخت چمتو يم ٬ د اوږدې مودې راهسې راروانې مسئلې هوارۍ لپاره به په ثالثۍ ډېر خوشحاله يم۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل چې پاکستان سره به تجارتي او اقتصادي رابطې څو چنده زياتول غواړو٬ پاكستان په انتها خوښۍ قابو موندلو كښې ډېره مرسته كړې ده ٬ هيله لرو چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه به په تجارت كښې اضافه وشي ٬ ده ووئيل پاكستانيان صلاحيت لرونكي دي او په نيويارك كښې زما يو شمېر پاكستاني ملګري مېشته دي۔ ده ووئيل د پاكستان او هند خلق ډېر سمارټ دي٬ په سوئيلي آسياء كښې امن غواړو۔ ده ووئيل پاکستان سره زمونږ اړيكې ډېرې مهمې دي٬ زما د يو شمېر ښو ملګرو تعلق پاكستان سره دې۔ده ووئيل پاکستان د افغان مسئلې هواري لپاره زمونږ بشپړه مرسته كوي٬ هيله لرو چې په لنډه موده كښې به د پاكستان او امريكې ترمېنځه تجارت زيات شي۔ وزيرا??ظم عمران خان ووئيل زه د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په بلنه امريكې ته راغلې يم٬ اولس مشر ټرمپ سره ډېر په خوشګوار ماحول كښې خبرې شوې دي٬ دواړه هېوادونه په بېلا بېلو چارو بشپړه همكاري لري٬ امريکا طاقتور هېواد دې٬ نيمه اوچه كښې امن لپاره كردار ډېر مهم دے ٬ د اولس مشر ټرمپ په مشرۍ كښې امريکا پاکستان او هند يو بل ته نزدې كولې شي ۔ ده ووئيل مونږ هند سره خبرو اترو له چمتو يو٬ افغان مسئله پوځي حل نه لري٬ د افغان مسئلې حل هم د مذاكراتو د لارې ممكن دے ٬ مونږ افغان امن لوظنامې ته نزدې رسېدلې يو٬ افغان جنګ له امله ګڼ شمير وګړي ځپلې شوې دي٬ زمونږ كردار طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو مېز ته راوستل دي٬ د افغان مسئلې حل لپاره مهم دور روان دې٬ افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په ګټه دے ۔ وزيرا??ظم عمران خان ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان 70 زره ځاني قربانۍ وركړې دي٬ ترهګرۍ له امله زمونږ معيشت ته د 150 اربه ډالرو زيان رسېدلې