اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې حكومت اړوند ادارو ته هدايت كړے چې د مريم صفدر لخوا تېره ورځ د وړاندې كړې شوې خفيه آډيو او وېډيو فرانزك آډټ وكړي٬ د فرانزك آډ?? ترسره ??ېد?? نه پس به د ذمه وارو عناصرو په ضد قانوني ك??رروائي كولې شي او په دې اړه ټول تفصيلات او معلومات به اولس او مېډيا ته وړاندې كولې شي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د احتساب عدالت جج ارشد ملك په اړه په خبري كنفرنس كښې د وړاندې كړې شوې آډيو او وېډيو د فرانزك آډټ كولو پرېكړه د خالي په ورځ شوې۔ د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې د فرانزك آډ?? ترسره ??ېد?? نه پس به د ذمه وارو عناصرو په ضد قانوني ك??رروائي كولې شي او په دې اړه ټول تفصيلات او معلومات به اولس او مېډيا ته وړاندې كولې شي۔ هغې ووئيل چې خبري كنفرنس د لارې د مريم صفدر او شهباز شريف ناوړه مقاصد څرګند شوي دي۔ هغې د دې خبرې باور وركړو د فرانزك آډ?? ترسره ??ېد?? نه پس به د قوم نه وړوكي نه وړوكي معلومات هم پټ نه شي ساتلې۔