پېنډې 07 جون (اے پي پي﴾ د پاك پوځ د ا??لسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې په دفاعي بجټ كښې يو كال لپاره د رضاكارانه كمي په نتيجه كښې به د هېواد په دفاع او سلامتيا آغېز ونه شي۔ په خپل يو ټويټ پېغام كښې ده ووئيل چې مونږ به د هر ډول خطرو مخ نيوي لپاره خپل موثر طاقت په ځائ ساتو۔ ده ووئيل چې درې واړه وسله وال ځواكونه به په دفاعي بجټ كښې د كمي اثرات په خپلو كورنيو اقداماتو كنټرول كړ??۔ ده ووئيل چې د قبائيلي سيمو او بلوچستان په پرمختګ كښې ب??خه اخستل ډېر مهم دي او په دفاعي بجټ كښې د كمي پېسه به د قبائيلي سيمو او بلوچستان په پرمختيائي پروژو كښې كارولې شي۔