اسلام آباد ۔ 16 مارچ (ا?? پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پروېز مشرف هېواد ته د راتلو په باور راكولو حكومتي ادارې كاروائۍ څخه منع كړې شوي دي۔ 600 اي سي اېل كېسونه كابينې ته منظورۍ لپاره لېږلې شوي دي۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه داخله وزير خبريالانو سره خپلو غېر رسمي خ??رو كښې ووئيل كه مشرف هېواد ته راستون نه شو نو د خاص عدالت په پرېكړه به عملدرآمد پېل كړې شي۔ ده ووئيل د نواز شریف د كورنۍ او د اسحاق ډار نامه په اي سي اېل كښې د اچولو كېس كابينې ته لېږلې شوې۔ ده ووئيل د سپریم کورټ د كال 2016ء پرېكړې په رڼا كښې د اي سي اېل ټولو كېسونو كابينې څخه منظوري لازمي ده۔ ده ووئيل د چوهدري نثار علي خ??ن په دور كښې بايد طريقه كار بدل شوې وې ??لې دې كښې بدلون شوې نه دې او پخوانۍ طريقه جاري پاتې شوې۔ ده ووئيل د چوهدري نثار د دور د ټولو او د اي سي اېل اوسنو كېسونو توثيق به كابينه څخه ك??لې شي۔ ده ووئيل د داخله وزارت پرېكړې چرته بل ځائې نه بلكې د آئين او قانون ترمخه ك??لې شي۔