اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د قانون نافذ كو??نك?? ادارو اهلكارو د مورني هېواد تحفظ لپاره لوي قربانۍ وركړې دي٬ مونږ د دوي د وينې د هر څاڅكې قرضداري يو٬ ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري۔ وزيراعظم دا خبرې د شهيد اے آئي جي اشرف نور كورنۍ سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د جمع?? پهورځ په وزيراعظم افس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ اے آئي جي اشرف نور د نومبر په 24مه نيټه خپل ګاډي كښې د ترهګرو په بزدلانه بريد كښې شهيد شوې ٶ۔وزيراعظم د سينئر ??ول??س چارواكي د بې مثاله قربانۍ ستائنه كولو سره و??ئيل د قانون نافذ كو??نك?? ادارو اهلكارو د مورني هېواد تحفظ لپاره لوي قربانۍ وركړې دي۔ ده و??ئيل ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې زمونږ د خاورې مېړنو ځامنو د وظيفې ترسره كولو په مهال وركړې۔ده و??ئيل مونږ د دوي د وينې د هر څاڅكې قرضداري يو٬ كوم مشن لپاره چې زمونږ شهيدانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې ھغه مشن به ترد ترهګرو تر انجامه رسولو دوام دار وي۔ وزيراعطم شاهد خاقان عباسي غمژنۍ كورنۍ له باور وركړو چې د وفاق واكمن به د شهيدانو د كورنيو هره ممكنه مرسته كوي