اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې پاكستان د ډېرو قربانيو په نتيجه كښې جو?? شوے٬ پاكستان لپاره د هند د لكونو په شمېر مسلمانانو خپل ژوند قربان كړې٬ د پاكستان جو??ېدو په مهال مېئندو خوئېندو كوهيانو ته دانګلو سره خپل عزتونه بچ كړي دي٬ پاكستان يو نظرياتي هېواد دے او حفاظت ئې زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د قائداعظم ورځې موقع د لوك ورثه تر سيوري لاندې د فېډرل ډائرېكټورېټ په مرسته د قائداعظم ورځې په لړ كښې جو??ې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټره فوزيه سعيد او د بېلا بېلو پو??نت??نونو او كالجونو زده كوونكي په لويه شمېره موجود وو۔ وفاقي وزير د دستورې په مهال د ګډون زده كوونكو د فن د مظاهرې ستائنه وكړه او وې وئيل چې پاكستان ډېر مهم هېواد دے٬ كوم چې د يو نيم سل هېوادونو نه څو درجې بهتر دے۔ ده ووئيل چې پاكستان پرمختګ كوونكې هېواد دے خو ورسره اټومي طاقت دے٬ دلته ب??ري حقونه ساتل كېږي٬ پارلمان او مېډيا آزادي لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان معيشت په تندې سره پرمختګ كوي او د تېرو څلورو كلونو په مهال معيشت ښه شوے۔ ده ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې هېڅ كمې نشته ځكه بايد مونږ په خپل هېواد فخر وكړو۔ وفاقي وزير د لوك ورثه مشرې فوزيه سعيد او د هغې ډلې ته په جشن جو??ولو مباركي وركړه۔ دستورې ته د لوك ورثه مشرې فوزيه سعيد هم وېنا وكړه۔