ا??لا?? آباد 25دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د مسيحي ټولنې د خوږ وطن په پرمختګ٬ استحكام٬ طبي او تعليمي څانګو كښې په خدماتو پاكستانې قوم او حكومت د زړه نه د دوي قدر كوي۔ د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل چې د حضرت عيسٰي علېه ال??لا?? د ولادت ورځې په موقع د ټولې نړۍ او په خاص توګه د پاكستان مسيحي ټولنې ته د زړه له كومي مبا??كي وركوم۔ ده ووئيل چې د مسيح علېه ال??لا?? د ولادت ورځ نه يوازې مسيحي ټولنې لپاره بلكې د آدم ټول اولاد لپاره د صبر٬ زغم٬ نېكې او د خېرخواهې د اسماني تعليماتو د يادونې ورځ ده كوم چې اختيارولو سره د مفاداتو په كشاكش او جنګ و جدل كښې د اخته نړۍ امن ٬ سكون او خوشحالې راستنولې شي۔ د حضرت عٰيسٰي علېه ال??لا?? درس دا دے چې د رنګ٬ نسل٬ سيمې او عقيدې د برق نه پرته په زمكه د اوسېدونكو ټولو انسانانو د ځان و مال يو ډول تحفظ او احترام وكړې شي۔ مادي مفاداتو لپاره دې ژوندي انسانان د جنګونو خاشاك نه كړې شي بلكې په دې ضائع كېدونكي قېمتي ??سائل دې د انسانيت په خېر ښېګړه او پرمختګ خرڅ كړے شي۔ د حضرت عيسٰي عليه ال??لا?? د ياد لمانځلو ښه طريقه هم دا ده۔ ده ووئيل چې د مسيحي ټولنې د خوږ وطن په پرمختګ٬ استحكام٬ طبي او تعليمي څانګو كښې په خدماتو پاكستانې قوم او حكومت د زړه د دوي قدر كوي۔ د پاكستان آئين د مسيحي ټولنې پشمول ټولو ا??لي??ونو ته د برابر حقونو ضمانت وركوي او د پاكستان حكومت په دې لړ كښې خپلې آئيني او اخلاقي ذمه وارې په ښه ډول ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل چې د حضرت مسيح عليه ال??لا?? د ولادت په ورځ د پاكستان او د ټولې نړۍ مسيحي ټولنې ته يو ځل بيا مبا??كي وركوم۔