اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عد??لت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرنسز يو ځائې كولو په اړه د پخواني وزيراعظم نواز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف ، د هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عد??لت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په و??ځ په دواړو خواستونو محفوظ كړې پرېكړه اورولو سره د احتساب عد??لت جج محمد بشير حكم وكړو چې په درېو واړو رېفرنسز كښې جلا جلا فرد جرم په ځائې ساتلې شوې۔ فاضل جج پخوانې وزيراعظم روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ولګولو۔ محمد نواز شریف د جرم د صحت څخه انكار كولو سره چارج شيټ لاس ليك كړو۔ روسټرم كښې پخواني وزيراعظم ووئيل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرائيل حق له مينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په بدنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښې د څلورو رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه مياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريماركس وركولو سره ووئيل د څلورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښې كولې شي۔ دغسې عد??لت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔