اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي پاکستان او د کشمیر په تاريخ كښې 27م اكتوبر د تورې ورځ په توګه لمانځلې كېږي٬ هند د يو سوچ ترمخه په كشمير خېټه اچولې ده۔ دا خبرې وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ??برې كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل كشمير د تكميل پاكستان نامكمله اېجنډا ده٬ مونږ خپلو كشميريانو ورڼو ته باور وركوٶ چې (نن) د تورې ورځ په مهال به ټول پاكستانې قام كشميري ورڼو سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ??ه ووئيل د ټول هېواد په ټولو صوبائي سرښارونو او لويو ښارونو كښې به خاص دستورې كولې شي۔ ?? كشمير او ګلګت چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ووئيل پاكستان به د كشميريانو کی اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي ۔ ده ووئيل پاكستان تل په نړيوالو فورمونو د كشمير كشاله رامخې ته كړې او پخواني وزيراعظم تل په عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو د حقونو خبره كړې او هم دغه وجه ده چې او آئي سي ٬ روس او چين هم د كشمير كشالې په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ كړې۔ ده ووئيل تر څو چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره نشي تر ھغې وخت به پاكستان په قلاره نه كېښني