اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د خز??نې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دي د مالي كال 18-2017 په وړومبنو درېو مياشتو كښې مونږ مالياتي كاركردګي منظم كړې ده ٬ امنيت او معيشت ښه كولو له كار كوٶ٬ د حکومت آئي اېم اېف پلو د تللو هېڅ اراده نه لري٬ مونږ به هېواد په خپلو ښپو اودرو ۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ په اېف بي آر هاٶس كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د وزیراعظم رېونيو لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان ٬ د خز??نې پارلماني سېكتر رانا محمد افضل خان ٬ د خز??نې لنډ مهاله سېكتر سید غضنفر عباس او د اېف بي آر چیئرمېن طارق محمود پاشا هم موجود وو۔ اسحاق ډار د كال 18-2017 د وړومبنو دريو مياشتو معاشي شمېرې وړاندې كولو سره ووئيل په كال 2013 كښې د هېواد د ديواليه كېدو خبرې كېدلې٬ د اقتصادي پرمختګ شرح مو د 3.7 نه 5.3 ??ه رسولې شوې٬ محصولات په تېرو څلورو كالو زيات شوې٬ سړي سر آمدن د 1300 نه 1632 ډالرو ??ه رسېدلې ٬ دا مهال د ګرانۍ شرح 4.16 فيصده ده ٬ د معاشي ستونزو د مخنيوي بشپړې هڅې رو??نې دي۔ ده ووئيل د جولائي نه تر ستمبر په مهال د 765 اربه رو??و محصولات جمع كړې شوې كوم چې د تېر كال د دومره مودې نه 20 فيصده زيات دي او په دې مهال مو 570 اربه رو??ۍ محصولات صوبو ته منتقل كړې كوم چې په تېره دومره موده كښې 416 اربه رو??ۍ وې۔ د خز??نې وزير ووئيل په وړومبنو دريو مياشتو كښې د روانو خرڅونو اندازه 894 اربه رو??ۍ لګولې شوې كومه چې په تېره دومره موده 914 اربه رو??ۍ وې ٬ حکومت خپل خرڅونه مانيټر كوي٬ برآمدات زياتولو او درآمدات كولو له مو اقدامات كړې ۔ د خز??نې وزير اسحاق ډار ووئيل زمونږ پام لا لوړې شرح نمو ته دے ځكه چې جي ډي پي كښې زياتوالي سره به وسائل او د روزګار موقعې زياتې شي او د معيشت او امنيت حاجتونه ترسره كېدو له به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل سږ كال د معاشي پرمختګ شرح هدف 6 فيصده اېښودې شوې ۔ ده ووئيل نن د هېواد معيشت مستحكم دېے او د پاكستان رېټنګ پرله پسې ښه كېږي٬ نړيوالې ادارې هم د پاكستان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي٬ د هېواد د زرمبادله پانګې د 18 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي۔ ده ووئيل هېواد كښې د لس زره مېګاٶات برېښنا منصوبې لګولې كېږي او هيله ده چې په نومبر او دسمبر كښې به د لوډشېډنګ خاتمه وشوه ٬ ده ووئېل كله چې 18 ساعته لوډشېډنګ كېدو نو د ګرځينده قرض حجم 503 اربه ٶ او نن ډېر كم لوډشېډنګ سره ګرځېنده قرض 390 اربه رو??و ته نزدې دے۔ اسحق ډار ووئيل په وړومبنو درې مياشتو كښې د بجټ زيان 324 اربه رو??ۍ ٶ٬ په نېغه په نېغه سرمايه كارۍ كښې 1.5 فيصده رېكارډ شوے ٬ امنيت او معيشت ښه كولو له كار كوٶ٬ د امنيت په اړه پاك پوځ ښه كار كوي٬ چې