اشك آباد 16 ستمبر (اے پی پی) اولس مش?? ممنون حسېن په درې ورځنۍ سركاري دوره اشک آباد ته رسيدلې، اولس مش?? به نن د اتوار ورځ څخه پيل كيدونكي 5م اېشین انډور او مارشل آرټس ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې اولس مش?? سره وړمبۍ ميرمن بیګم محمودہ م??نون حسېن هم وه، اشك آباد ته په رسيدو د ترکمانستان دوهم اولس مش?? دادیبے امان ګلیدیوف د اشك آباد په هوائي ميدان د هغوي تود هركلے وكړو۔ اولس مش?? سره دوهم وزير جام کمال هم دې۔ هوائي ميدان په رسيدو د ترکمانستان دوه ماشومانو اولس مش?? او وړمبۍ ميرمن ته د ګلونو ډا??ۍ وړاندې كولو سره په رویتی انداز هركلې وكړو۔ دې څخه وړاندې په ترکمانستان كښې د پاکستان سفیر مراد اشرف جمال اے پی پی ته ووئيل د اولس مش?? دورې سره به ګیمز كښې شريك د پاکستان 130 كسيزې ډلې ډاډګيرنه وشي۔ده ووئيل اولس مش?? به 5م اېشین ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ په دې ګیمز كښې د 64 هېوادونو 5500 لوبغاړي برخه اخلي۔ ده ووئيل ترکمانستان ، افغانستان ، پاکستان ، انډیا (تاپی) ګېس پائپ لائن پروژې نه علاوه د تركمانستان سره د فائبر آپټيګ نیټ ورك او ریل او سړك د لارې د رابطو پروژوې اهميت لرونكې پروژوې دي۔ ده ووئيل د ترکمانستان شريك حکومتی کمېشن غونډه تيره مياشت كښې شوې وه چې پكښې د پاکستان سره فضائی رابطو بحالۍ كښې خوښې لرلې شوې وه۔ د خپلې دورې په مهال به اولس مش?? د ترکمانستان خپل همڅنګ سره هم ملاقات كوي۔