اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په هېواد كښې امن راوستلو او د ترهګرې په ضد كمپائن كښې شهيد شويو د ا??ني??ي ادارو افسرا??و او ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خوږ وطن دفاع لپاره د ا??ني??ي ځواكونو ځوانان هره و??ځ د خپل ژوند قرباني وركوي۔ ده ووئيل چې د ا??ني??ي ځواكو??و افسرا??و او ځوانانو د خپلو قربانيو د لارې په هېواد كښې د ترهګرې هغه ناسور ختم كړې چې چا ئې تصور هم نه شو كولې۔ ده ووئيل چې دا د ا??ني??ي ځواكونو د قربانيو نتيجه ده چې نن د هېواد د امن په اړه د نړيوالې ټولنې او ادارو اعتماد بحال كېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان په سفارتي مېدان چې كله هم كاميابي ترلاسه كړي نو دښمن په پاكستان كښې د ترهګرې نه كار اخلي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې اوسنې پېښې هم د دښمن لخوا د وزيراعظم عمران خان د امريكې د كاميابې دورې غبرګون دے۔