اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د امريكې د??رې نه په ??استنېدو تود هركلې څخه معلومېږي چې ورلډ كپ ګټلو سره راستون شوې يم٬ لوظ كوم چې قام به مايوسه نه كړم٬ د پاكستان لوټ كړې شوې پېسه بېرته اخستو سره به په ??ولس خرڅ كولې شي٬ مونږ له د هېواد ادارې سمول دي٬ هغه ورځ لرې نه ده چې پاكستان به د نړۍ عظيم هېواد جوړ شي٬ د قام سر به چا ته ټيټېدو له نه وركوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د زيارت شپه ?? امريكې د??رې څخه د ستنېدو په مهال د اسلام آباد په هوائي مېدان د ګوند مشرانو او كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په ??روند هركلي كولو د ټولو كاركنانو مننه كوم٬ ننني هركلي سره مې دا محسوسوله چې ورلډ كپ كښې بريالي كېدو سره راغلې يم۔ ده ووئيل لوي څښتن مونږ ته په 27مه روژه د پاكستان ډالۍ راكړې او دا د لوي څښتن خاص هېواد دې او نړۍ كښې دا يوازنې هېواد دې چې د اسلام په نامه جوړ شوې دې۔ ده ووئيل مونږ له دا هېرول نه دي پكار چې مونږ له يو عظيم قوم جوړېدل دي او مونږ له ھغه قام جوړېدل دي د كوم خوب چې علامه اقبال او قائداعظم ليدلې ٶ۔ ده ووئيل نه خو به د چا په وړاندې سر ټيټوم او نه به د قام سر د چا په وړاندې ټيټېدو له وركړو۔ ده ووئيل مونږ له خود دار قام جوړېدل دي٬ حضرت محمدۖ د مدينې رياست د اصولو په ??نياد جوړ كړې ٶ او زه دا هڅې كوم چې پاكستان د هغه اصولو له مخې عظيم هېواد جوړ كړم۔ ده ووئيل راتلونكو كښې به پاكستان د سخت حالاتو نه راوباسو٬ غلو او ډاكوانو چې كوم حالات پرېښي ٶ او د دې هېواد ادارو ته ئې زيان رسولې ٬ مونږ له دا سمول دي٫ اېف بي آر هم مونږ له سمول دي او هېواد پخپلو پښو اودرول دي۔ ده ووئيل مونږ له د هېواد دننه پېسه راغونډول دي٬ اولس له د څښلو پاكې اوبه وركول دي۔ ده ووئيل نړۍ هم د ھغه قام عزت كوي چې خپل عزت كولې شي او د نړۍ په وړاندې د جولۍ خپرونكو عزت نه وي۔ ده ووئيل كه دې غلو او ډاكوانو حكومت نه كولې نو به پاكستان عظيم هېواد جوړ شوې وې۔ ده ووئيل په ??ېر يو كال كښې مونږ صورتحال ښه كولو لپاره اقدامات كړې دي٬ يو كال و??اندې په ټاكنو كښې اولس م??نږ بريالي كړي ٶ او پاكستان تحريك انصاف له ئې اقتدار وركړې ٶ۔ ده ووئيل تاسو سره لوظ كوم چې كله به هم تاسو نه مايوسه كوم٬ يو كال د هېواد په ??نبهالېدو كښې تېر شو٬ غلو او ډاكوانو پېسه غلا كولو سره بهر رسولې او هېواد كښې قرض دارې او ديواليه كړې د دوي حساب به مونږ كوٶ٬ دوي په ??ندانونو كښې اچوٶ۔ ده ووئيل امريكې او لويديزې نړۍ سره هم مونږ خبره كړې ده چې د قام چې كومه پېسه غلا شوې ده د ھغې پېسې په ??ېرته اخستو كښې زمونږ لاس مضبوط كړي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل لوي څښتن پاكستان له هر ډول نعمتونه وربخښلي دي او شايد چې په ??ل كوم هېواد لوي څښتن دومره كرم كړې وې څومره ئې چې په پاكستان كړې دې۔ ده ووئيل غلو او ډاكوانو چې ادارې په كوم ډول ړنګې كړې دي په ھغوي ئې د غلو د پاسه غله كېښنولي٬ اوس م??نږ له دوي سمول دي او پاكستان عظيم هېواد جوړول دي او ھغه وخت لرې نه دې چې هر پاكستانې به شين پاسپورټ سره وځي او په نړۍ كښې به ئې عزت كېږي