اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) پاكستان او جمهوريا كوريا د 500 ملينه ډالرو د فريم ورك په ارينجمنټ لاس ليك كړی دې ۔په دې موقع د وز??را??ظم د خزانې٬ريونيو او اقتصادي چارو خاص مرستيال ډاكټر عبدالحفيظ شېخ هم موجود ؤ ۔د شورو په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر نوراحمد او د جمهوريه كوريا په پاكستا?? كښې سفير كاوك سنګ كيو د خپلو خپلو حكومتونو لخوا د فريم ورك په ارينجمنټ لاس ليك وكړو۔فريم ورك ارينجمنټ(20-2018 )له مخې جمهوريا كوريا به د روغتيا٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬مواصلات٬كركيلې٬ توان پشمول د نورو پروژو لپاره 500 ملينه ډالره وركوي ٬ په پاكستا?? كښې د جمهوريه كوريا سفير د وز??را??ظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ سره هم ملاقات كړے او دوه اړخيزه شريكې مرستې زياتولو په چارو ئې ?? خيالاتو څرګندونه كړې ۔د خزانې صلاحكار ووئيل پاكستان كوريا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه په سركاري او نجي څانګې تر مينځه ښې اړيكې شته ۔ده د جمهوريه كوريا لخوا د پرمختيائي پروژو لپاره مرسته زياتول وستائېل۔ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو معاشي اړيكې لا مستحكمې شوي۔د جمهوريه كوريا سفير ووئيل د فريم ورك ارينجمنټ به د پاكستان نوې حكومت د اقتصادي پالېسو او اقداماتو لپاره د پېشرفت او مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل د فريم ورك ارينجمنټ څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ده ووئيل جمهوريه كوريا به د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره هر ممكنه مرسته روانه ساتي