اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی)د سېنېټ چيئرم??ن محمد صادق سنجراني وئېلي دي سېنېټ د وفاق د ايوان په توګه د هېواد محرومو خلقو غږ ګرځولې ش??ې ??وم چې د مېرمنو٬ماشومانو٬خواري كښو٬ نر ښځيو او د ټولنې پسمانده طبقو لپاره د قانون سازۍ اقدامات كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كښې وكړه او هغه ته يې د پارليماني كال 19-2018 راپور وړاندې كړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د پارليماني كال په اړه ووئيل د پارليماني كال په مهال د سېنېټ د ټاكنو په نتيجه كښې 50 فيصده نوي غړي راغلې چا چې زه د سېنېټ چيئرمېن ټاكلې يم۔هم په دې مهال قامي اسمبلۍ خپله آئيني موده بشپړولو سره په جمهوري ډول اقتدار منتقل كړې۔ډاكټر عارف علوي د سېنېټ كاركردګي ستائېلو سره ووئيل سېنېت د ګوند څخه د تړون نه غېر د اولسي ا??ميت په مسئلو بحث كړی او قانون سازي يې هم كړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سېنېټ 13 غونډې ش??ې او په مجموعي توګه 111 ورځې ناسته شوې چې پكښې د حاضرۍ تناسب 64.46 فيصده ؤ او دغسې 28 نجي بلو??ه او 15 حكومتي بلونو نه علاوه 07 آرډيننس هم معرفي كړې ش??ې۔ د قانون سازۍ په اړه لويه كاميابي ترلاسه شوې٬ ده ووئېل د فاټا ضم كولو پشمول ګڼ شمېر قانون سازي شوې٬د دې نه علاوه د پوښتنو قراردادونو تحريك التوا او نور پارليماني ا??داماتو د لارې د حكومت سره بېلې چارې پورته كړې ش??ې او د اقداماتو تفصيلات او په مهمو چارو پالېسۍ بيان شوې۔ دغسې اولس مشر د سېنېټ قانون سازي ا?? د پارليماني سفارتكارۍ لپاره كړې اقدامات وستائېل