سلانوالی ۔ 11 فروری (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف مركزي لارښود او د وزيراعظم خاص مرستيال چوهدري نديم افضل چن وئيلي دي پاكستان سوكاله او پرمختګ كړې هېواد جوړول د وزيراع??م عمران خان مشن دے كوم به چې په هر صورت ريښتيا كېږي او د زړه ورو ګامونو او معيشت دوسته پالېسيو لامله هېواد ته د اربونو ډالرو سرمايه كاري راغلې ۔ سعودي عربستان ګوادر كښې د سوئيلي آسيا تر ټولو لويه سرمايه كاري كوي۔ پاكستانې معيشت د پياوړتيا په لوري روان دے۔ ده ووئيل په حكومت ټكونه كوؤنكو ته دا بدلون ولې نه ښكاري۔ د كرپټ سياستمدارو په احتساب كولو اولس سره د حكومت كړې يو لوظ تر سره شوې۔ كرپټ سياستدانانو له به لوټ كړې دولت بېرته وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پي پي ټي آئي لارښود راجه محمد حفيظ ارائیں په مشرۍ كښې راغلي پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئ??ل د وزیراع??م عمران خان د غېر ملكي دورو په نتيجه كښې د ملګرو او وروڼو هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې س??مايه كاري كوي او هغ?? وخت لرې نه دې كله چې به د پاكستان معيشت شمېره د نړۍ په لويو معيشتونو كښې كېږي