اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې پاكستان او چين د منطقې پر??ختګ او خوشحالې لپاره يو ډول نظر لري٬ دواړه هېوادونه د پر??ختګ په شريك وژن كښې شراكتدار دي٬ د چين او پاكستان دوستې يو لازوال تا??يخ دے٬ چين او پاكستان په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ دواړه هېوادونه د آسيا تقدير بدلولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د چين د نېشنل پيپلز كانګرېس ق??ئمه كمېټې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د قائمه كمېټې وائس چيئرمېن ژانګ چنژان په مشرې ده سره د پارلمان په ودانې كښې ملاقات وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او چين اړيكې په يو نوي دور كښې داخلې شوې دي٬ دواړه هېوادونه د پر??ختګ په شريك وژن كښې شراكتدارا دي۔ د سېنېټ چيئرمېن پلاوي ته د چين په وړومبي امپورټ اېكسپو كولو مباركي وركړه او وې وئيل چې دا اېكسپو پاكستان لپاره ډېره مهمه وه۔ د پاكستان وزيراعظم عمران خان هم په دې كښې ګډون وكړو۔ ده د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د سماجي پر??ختګ د حكمت عملې ستائنه وكړه۔ په دې موقع چينائي پلاوي د بلوچستان زده كوونكو ته په تكنيكي څانګو كښې د تربيې وركولو او د دوي ?? مهارت زياتولو په اړه باور وركړو۔ د ملاقات يو شمېر سناتوران او د سېنېټ سپېشل س??كتر محمد انور هم موجود و۔