اسلام آباد 03 نومبر(اے پي پي) د مواصلاتو دوهم وزير م??اد سعيد د نېشنل هائي ويز او موټروېز املاكو ته زي??ن رسونكي د قانون منګولو ته د سپارلو اعلان كړې۔د داخله وزارت پشمول د وفاقي حكومت د نورو محكمو څخه د وران كارۍ كونكو عناصرو په ګوته كولو لپاره مرسته طلب كړې شوې ده۔د پاكستان د سترې محكمې د پريكړې نه پس په ټول هېواد كښې د اخستل شويو وېډيو ګانو او عكسونو به تفصيلي جاج اخستلې شي او شرخوښي به په ګوته كولې شي۔م??اد سعيد په خپل بيان كښې وئېلي دي چې د پاكستان آئين د سوله ايز احتجاج اجازه وركوي۔د احتجاج د مشرانو لخوا د شرخوښو سره په مكمل توګه د لا تعلقۍ اعلا?? د ??ركلي وړ دې۔ده ووئيل چې د احتجاج په نوم د سركاري او نجي املاكو د زي??ن اجازه نه شي وركول كېدې۔م??اد سعيد ووئيل چې د دوه ورځني احتجاج په مهال په ټول هېواد كښې د نېشنل هائي ويز املاكو ته زي??ن رسول شوې۔د دې په رغونه به اربونه روپۍ اخراجات راځي۔د مواصلاتو دوهم وزير ووئيل چې د احتجاج ګټھ ترلاسه كولو سره قامي خزانې ته د اربونو روپو د زي??ن رسونكو به محاسبه كوو او شرخوښي عناصر به په ګوته كولو سره د قانون منګولو ته سپارلې شي