بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾د چين نائب خارجه وزير كانګ ژان ژو وئيلي دي چې د پا??ستان او چين ترمينځه د پا??ستان او چين د اقتصادي لارې پروژه مخ په وړاندې بوتللو لپاره اتفاق شوې٬د ترسره شويو پروژو فعاله كولو او د روانو پروژو ګړندې كولو باور هم وركړې شوې٬د دواړو خوا صنعتي مرسته د پا??ستان نورو سيمو ته په پراخا كولو هم اتفاق شوې۔د خالي په ورځ د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاوو په كچه د مذاكراتو او د لوظ نامو لاس ليك كېدو په اړه مېډيا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل چې د سي پیك فريم و??ك له مخې د سي پېك په اوسنو پروژو كښې به هېڅ ډول بدلون نه شي كولې٬كه كوم بدلون وكړې شو نو دا به د پروژو په شمېر كښې اضافه وي۔ده ووئيل چې دواړو هېوادونو د سي پېك شريكې مرستندويه كمېټۍ له مخې په سماجي او ليولي هډ په چارو د وركنګ ګروپ جوړولو پريكړه كړې٬دې سره سره د معيشت٬تجارت٬سائنس او ټېكنالوجۍ٬كلتوري چارو٬تعليم او د ځوانانو چارو په څانګو كښې په مرسته زياتولو هم اتفاق شوې۔ده ووئيل چې چين به د خپل وس له مخې د اوسني صورتحال څخه وتلو لپاره د پا??ستان مالي مرسته كوي۔ده ووئيل چې د ملاقات پھ مهال په دې خبره اصولي اتفاق شوې چې د چين حكومت به ضروري مرسته كوي چې دغسې پا??ستان د اوسني اقتصادي ستونزو څخه وتلو لپاره خاص اقدامات وكړې شي۔په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو اړوند چارواكي نورې خبرې هم كوي۔نائب خارجه وزير ووئيل چې د پا??ستاني وزيراعظم د دورې په مهال ترسره شوې ټولې چارې او لوظ نامې د پا??ستاني وزيراعظم د چين د دورې د كاميابۍ عكاسي كوي۔ده ووئيل چې د ملاقات په مهال د چين لخوا په پا??ستان كښې د ټول ټاكنو په كاميابۍ او په سوله د اقتدار په انتقال مباركي وركړی شوې۔ده ووئيل چې پا??ستان سدا بهار تزويراتي شراكتدار دې۔چين پا??ستان سره خپلې اړيكې د ستراتېژكي او اوږدې مودې د اړخونو لخوا تل مهمې ګڼلې دي۔چين به پا??ستان سره خپلې اړيكې روانې ساتي او مونږ به په خپله سفارتي ايجنډا دا څيز مقدم ګڼو چې مونږ د پا??ستان په اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې څنګه مرسته كولې شو۔ده ووئيل چې د ملاقاتونو په مهال پا??ستان د دې عزم څرګندونه كړې چې چين سره اړيكې د پا??ستان د خارجه پا??ېسۍ مهم سنګ ميل دې۔ده ووئيل چې پا??ستان د چين د پرمختګ د كاميابو تجربو څخه د زده كړې كولو خواهش څرګند كړې۔د دې دوستۍ او مرستې ګټھ به د دواړو هېوادونو اولس او منطقې ته ورسي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخا كولو لپاره په بېلا بېلو پروژو خبرې كړی دي او په خبرو جاري ساتلو اتفاق شوې دې۔ده ووئيل چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې پا??ستان د اقتصادي او سماجي پرمختګ په نوي دور كښې داخل شوې۔د وزيراعظم عمران خان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔دواړه هېوادونه دې دورې ته ډېر اهميت وركوي او هيله كېږي چې په ګډه به مونږ د دې جوګه شو چې چين او پا??ستان اړيكې مخ په وړاندې بوتللو لپاره اهداف وټاكي او په دې ښه پرمختګ وكړې شي