اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) دسېنېټ غړو وئيلي چې د پېښور په ځانمرګي بريد كښې د هارون بلور شهادت په امنيتي انتظاماتو سواليه نښه ده۔ هارون بلور د خېبر پختونخوا د سياست ځلنده ستورې وو۔ د هارون بلور شهادت سره د ترقي پسند قوتونو او جمهوريت پلويانو زيان شوې۔ كه ټاكنو لپاره محفوظ چاپېرچل او امنيت نه وي نو كانديد به د ټاكنو مهم څنګه روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې پېښور كښې د ځانمرګې بريد په نتيجه كښی د خېبر پختونخوا اسمبلۍ كانديد هارون بلور شهادت پېښې غندنه كولو سره سن??تو?? طاهر ??زنجو ووئيل په كال 2008ء او 2013ء كښې هم دا ډولې پېښې رامخې ته شوې وې۔ ده ووئيل مونږ ددې پېښې په سختو ټكو غندنه كوؤ۔ كه امنيتي انتظامات ښه وې نو كېدې شي دا پېښه رامخې ته شوې نه وه۔ سکندر میندھرو ووئيل د پيپلز ګوند لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ پاكستان او جمهوريت لپاره د هارون بلور او دده د كورنۍ قرباڼۍ به بې ځايه نه ځي۔ سېن??تو?? بهره مند ووئيل په دې سخت وخت كښې پيپلز ګوند بلور كورنۍ ??ره ولاړ دے۔ ده ووئيل امنيتي انتظامات به لا ښه كول وي۔ سن??تو?? اعظم موسیٰ خېل ووئيل حالات ښ?? پلو روان نه دي۔ د پختونخوا ملی عوامی پارټۍ لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ سن??تو?? شبلی فراز ووئيل بلور كورنۍ ??ا مهال د سوګ په كېفيت كښې ده۔ دا وړاندې هم د ترهګرۍ پېښو سره مخ شوې او د وارې هم دا په نښه كړې شوه۔ سن??تو?? پروېز رشيد ووئيل بلور كورنۍ پاكستان لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي مونږ ددې كورنۍ په دړد او غم كښې شريك يو۔ سېن??تو?? مولا بخش چانډيو ٬ سن??تو?? محمد علی سېف ٬ سن??تو??ې ګل بشریٰ ٬ سن??تو?? چوهدری تنویر ٬ سن??تو?? مصدق ملك او نور غړو هم د پېښور چاؤدنې غندنه وكړه او د هارون بلور كورنۍ ??ره ئې خواخوږي ښكاره كړه۔