اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ليدلي او ھغه ته ئې هېواد كښې د اوبو او پن برېښنا په چارو بريفنګ وركړے دے۔ وزیراعظم د واپډا منصوبو په خاص توګه ديامر بهاشا او مومند ??ند??نو نه خبر كړے شو ۔ د بريفنګ په مهال وئېلې ش??و په ديامر بهاشا او ?? مومند په بند به سږ كال كار پېل شي۔ په دیامر بھاشا بند كښې د 8.1 مېليونه ايكړ فټه اوبو جمع كولو ګنجاېش شته او ??ا منصوبه د 4500 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري ٬ دعسې مومند هائېډرو پاور پراجېكټ به د 1.2 مليونه ??ېك??ه فټه اوبو ذخيره كولو ګنجائش لري او 800 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت به لري۔ دعسې 1410 مېګاٶاټ صلاحيت ولرونكې تربيلا فائيو د پراختيا منصوبه٬ د 2160 مېګاٶاټ برېښنا پېداوار داسو بند سټېچ ټو٬ د 7100 مېګاٶاټ لپاره كرم تنګي بند د دوېم پړاٶ جوړول په منصوبو كښې شامل دي۔ د واپډا چيئرمېن هېواد كښې د اوبو او ??رېښنا زيات شوي ضرورت لپاره د واپډا لخوا د پورته كړو ګامونه په حقله ووئېل واپډا تېر كال د اګست په مېاشت كښې ډېره بګټي اسلام آباد كښې د 72 زره ايكړا زمكې اوبه كولو او ?? 2487 مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرېډ كښې د شاملولو لپاره لوے منصوبې ترسره كړې دي۔ كومې منصوبې چې بشپړه كړې ش??ې په ھغې كښې د كچهي كنال فيز ون ٬ ګولن ګول ٬ تربېلا فور پراختيا منصوبه او ?? نيلم جهلم هائېډرو پاور پراجېكټ شامل دي۔ دغسې د كرم تنګي بند وړومبې پړاٶ په كال 2020 كښې بشپړ شي او ??غسې د 2160 مېګاٶاټ د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ وړومبې پړاٶ به په كال 2023 كښې د برېښنا پېداور پېل كړي۔ وزیرا عظم جسټس (ر) ناصر الملك د اوبو او ??رېښنا په منصوبو د عملدرآمد په لړ كښې د واپډا په پورته كړو اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل هېواد كښې د اوبو په رامخې ته شوي بحران قابو موندلو له كوټلو ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔