اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چی??رمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي ځوانان د هېواد قېمتي پانګې دي ٬ نوې كل د تاريخ په هر موړ كښې د قامونو د هيلې او خوبونه رښتيا كولو لپاره مركزي كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څر??ند??نه ده د خاص مېلمه په توګه د اقراء پوهنتون د سندونو وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو شرح زياته ده او دوي په سمه لار اچولو ته اړتيا ده او دې مقصد لپا??ه به مونږ له د تعليم معيار ښه كول وي او په خاص توګه لوړې زده كړې كوم چې د هېواد په پرمكتګ كښې مهم كردار لري٬ به ښه كول وي۔ د سېنېټ چی??رمېن ووئيل لوړې زده كړې د رياستۍ سرپرستۍ نه غېر نشي ښه كېدې او ځوان كل د دې نه غېر اختيار مند نه شي جوړېدې۔ ده د د سېنېټ د اوسنيو اقداماتو نه خبرول?? سره ووئيل سېنېټ د نوي كل ډاډګيرنې لپاره مهم كردار لوبولې او په يو شمېر پوهنتونونو كښې د انټرن شپ موقع وركولو لپاره د شريك لوظنامو په يادښتونو لاسليك هم شوې۔۔ ده د اقراء پوهنتون د انتظاميي د هلو ځلو ستائنه كول?? سره ووئيل د لوړو زده كړو په لړ كښې ياد شوي پوهنتون تل مخلص هڅې كړې دي۔ په دې موقع ده د اقراء پوهنتون انتظاميې ته په ګوادر كښې د كېمپس جوړولو تجويز هم وركړو او كامياب زده كوونكو لپاره ئې د نېكو هيلو څر??ند??نه هم وكړه ۔ په دستوره كښې سناتور فدا محمد خان هم موجود وو