اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كه د هن?? لخوا په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د ډزبندۍ او بلااشتعال خلاف ورزۍ بندې نه شوې نو تاؤ تريخوالي به تر خطرناكه حده زيات شي٬د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرو عناصرو په خاتمه كښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬بايد نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پا??ستان د لويو قربانو اعتراف وكړي۔ده دا خبرې په چين كښې د باؤ فورم په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګويترس سره ملاقات كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل د هن?? لخوا د ډزبندۍ د خلاف ورزو په نتيجه كښې تاؤ تريخوالې زيات شوې او له امله يې ?? بې ګناه وګړو د شهادت پیښې رامينځ ته كېږي۔وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې په ورانېدونكې صورتحال او د هن?? د قابضو ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميريانو په عامه وژنه اندېښنه وښودله۔وزيراعظم پھ مقبوضه كشمير كښې د هن??ي ځواكونو لخوا د چره ايزو ټوپكو په كارولو هم اندېښنه وښودله او وې وئېل پا??ستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلې سوله ايز حل غواړي۔ده ووئيل بايد ملګري ملتونه پھ مقبوضه كشمير كښې د هن?? ظلم او ستم په ډاګه كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد د پا??ستان د عزم پخلي سره وزيراعظم ووئيل پا??ستان په دې لړ كښې زيرو ټالرنس پا??ېسي خپله كړې۔وزيراعظم د روهنګيا مسلمانانو په حالت هم اندېښنه وښودله۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ترهه ګر مخ نيوي٬د افغان كډوالو سره د انساني همدردۍ په بنياد مرسته ??و د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د پا??ستان د كردار اعتراف وكړو۔عمومي سېكتر ووئيل هغه د كشمير په مسئله د مذاكراتو ملاتړ كوي۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په چين كښې د پا??ستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔