اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د بي آئي اېس پي انډومنټ فنډ لپاره د يو ارب روپو اعلان كولو سره وئيلي دي د بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ مونږ 50 فيصده زيات كړې٬ راتلونكې بجټ كښ?? به دا لا زياتوٶ٬ دا بې وزله اولس لپاره د سماجي تحفظ يو مهم پروګرام دے ٬ هيله لرو چې نوې حكومت به هم دا پروګرام روان وساتي ۔ وز??را??ظم دا خبرې د زيارت په ورځ د بي آئي اېس پي په م??كز?? دفتر كښ?? د د بے نظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) ګرېجوېشن پروګرام او بي آئي اېس پي انډومنټ فنډ اجراء په موقع وكړې۔ د دې نه وړاندې د پروګرامونو د تختۍ مخ كتنه وشوه۔ په دې موقع د بې نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي مېمن ٬ پاكستان كښ?? د اروپائي ائتلاف سفير٬ د اېن آر اېس پي مشر شعېب سلطان خان او د بي آئي اېس پي سېكتر عمر حميد خان هم وېنا وكړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ به د بي آئي اېس پي د پروګرام دائره پراخه كوٶ كومه چې د مستحقو كسانو مرستې لپاره هر وخت چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل د وفاقي حكومت چې څومره خرڅونه دې د ھغې درېمه برخه بې نظير انكم سپورټ پروګرام ته وركولې شي٬ مونږ به دا لا زياتوٶ٬ ده ووئېل دا د ټولنې د بې وزله او وروستو خلقو د غربت خاتمې لپاره د سماجي تحفظ مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ ګرېجوېشن پروګرام له مخې د ټولنې زيات مستحق كسان ترې مستفيد شوې او دوي ته په خپلو پښو اودرېدو لپاره په يو ځائې نغدې روپې وركرې شوې دغسې چې ھغوي خپل كاروبار پېل كړې شي كوم چې د غربت خاتمي له كليدي كردار لري۔ وز??را??ظم د پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل په هر ډول سماجي تحفظ پروګرام ټولنه كښ?? كليدي اهميت لري۔ وز??را??ظم هيله ولرله چې دې پروګرام مستفيد كېدونكې كسان به د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښ?? خپل كردار ولوبوي۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې دې پروګرام لپاره بېل كړې بجټ لا زياتول پكار دي دغسې چې راتلونكو پنځو كالو كښ?? د غربت خاتمې لپاره كېدونكې هلې ځلې لا موثره شي۔ وزیراعظم د پروګرام په كاميابۍ كښ?? د مالي معاونت كوٶنكو نړيوالو ډونرز هم مننه وكړه۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام كاميابۍ لپاره د ماروي مېمن هڅې هم د ستائنې دي٬ هيله لرو چې ماروي مېمن به ګرېجوېشن پروګرام كاميابۍ لپاره په راتلونكو دوو مياشتو كښ?? د زړه د اخلاصه كار وكړي ۔ دستوره كښ?? د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو٬ د پارلمان غړو په ګډون كولو وز??را??ظم د هغوي مننه وكړه۔ وز??را??ظم ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام اېجوكېشن انډومنټ فنډ څخه مستفيد كوٶنكې مېرمنې به ټولنه كښ?? مهم كردار ترسره كړي۔