اسلام آباد23 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي د پاكستان ورځې په مهال خپلو ??لا جلا پېغامونو كښې قام له مباركي وركولو ??ره وئيلي د 23 مارچ ورځ د نيمې وچې په تاريخ كښې يو ځانګړې مقام لري۔ سپيكر د ق??م په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل 78 كاله وړاندې په ننۍ ورځ د سوئيلي آسيا مسلمانانو د ق??ئد اعظم محمد علي جناح په لارښوونه كښې بېل وطن ??رلاسه كولو له د هڅو كولو لوظ كړے ؤ او د لاهو?? قرارداد ئې منظور كړے ؤ كوم ته چې وروستو د ق??ارداد پاكستان نامه وركړې شوه۔ دې قرارداد مسلمانانو ته نوې لور او سوچ وركړو او د آزادۍ تحريك نوې جذبه او جوش وموندو۔ ده ووئيل قائداعظم د اسلام د امن او زغم او انسانيت سره د مينې اصول خپل شعار جوړ كړي وو د كومو چې نه يوازې د هند په مسلمانانو بلكې د نيمې اوچې په نورو اقليتونو هم مثبت اثرات پرېوتې وو او مسلمانانو لپاره د يو جلا وطن ??وښتنې په تحريك كښې شامل شوې وو ۔ سپیکر د ق??ئد اعظم قيادت ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو ??ره ووئيل د ق??ئد اعظم تدبر لرونكې مشرتابه دا كمال ؤ چې د ق??ارداد پاكستان د منظورۍ څخه وروستو د 7 كالو په لږه موده كښې مسلمانانو د سوليزو هلو ځلو ?? لارې او سره د هر ډول ستونزو ځان لپاره يو جلا هېواد ترلاسه كولو كښې كامياب شول۔ سردار اياز صادق ووئيل نن خپل هېواد سره د وفا د عهد د نوې كولو ورځ ده ٬ ده ووئېل مونږ له د يو قام په حېث خپل مينځې ټول اختلافات يو پلو كول او د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د ملی اتحاد او د ق??ئد د اتحاد، ایمان او تنظیم اصولو ??پلولو لوظ كول دي۔ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسی ووئيل دې قرارداد د آزادۍ په تحريك كښې يو نوې روح پوكلې ؤ او مسلمانان ئې د يو عظيم مقصد ترلاسه كولو له په يو پلېټ فارم راجمع كړې وو۔ دواړو لارښودو باور وركړو چې پارلمان او موجوده حكومت د هېواد د كلتور ٬ كلتوري ورثې او اقدارو ساتنې له لوظي دے۔ دوي ووئيل د ق??ارداد په رڼا كښې به د هېواد معاشي او سماجي بدلون له هڅې جاري ساتلې شي