اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي محمد نواز شريف چې د ووټ د تقدس ??و د عدل بحالولو د تحريك كومه وعده كړی وه د هغې تحريك د كاميابۍ اولنې زيرې د لودهراں د ټاكنو ګته ده٬د پاكستان اولس نواز شريف سره ولاړ دے او ټول پاكستان دا ويني چې نااهليت څنګه په اهليت بدلېږي٬لودهراں كښې د پاكستان مسلم ل??ګ(ن)كاميابي د هغه وعدو په سوب ےامخې ته شوې كومې چې نواز شريف او پاكستان مسلم ل??ګ(ن)په كال 2013 كښې اولس سره كړې وې٬دا كاميابي د هغې نتيجه ده٬ د لوے څښتن په فضل ??و د پاكستان مسلم ل??ګ(ن)محنت سره د كا?? 2018 ټاكنو اولنے عكس د لودهراں څخه رامخې ته شوے ٬پھ دې خبره پوهېدل پكار دي چې د پاكستان اولس به ووټ چاله وركوي٬سي پېك راوړو??كي له يا كنټينر جوړونكې له ٬د ترهه ګرۍ ختمو??كي له يا په پارلمان بريد كو??كي له٬پاكستان د ديواليه كېدو څخه بچ كونكې له دا د اقتصادي پرمختګ په لاره روانو??كي له يا د اېم او يو څخه د برېښنا پیدا كو??كي له٬دا فرق پاكستاني اولس ته معلوم شوې ځكه په لودهراں كښې پاكستان مسلم ل??ګ(ن)ته كاميابي ترلاسه شوې۔د نهې په ورځ احتساب عدالت څخه بهر مېډيا سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د لودهراں اولس له مباركي وركوم٬دوي په (ن)ليګ د باور څرګندونه كولو سره دا پېغام وركړې چې د پاكستان اولس د اړي ګړي ٬ فساد ??و دروغو سياست رد كړې٬اوس به ووټ يوازې د كاركردګۍ په بنياد وركړے كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب دوهمې وزيرې ووئيل اولس مسلم ل??ګ(ن)ته ووټ ځكه وركړې چې دوي د مسلم ل??ګ(ن)څومره حكومتونه كتلې او نواز شريف چې كله هم وزيراعظم پاتې شوې هغه پاكستاني اولس سره كړې وعدې پاللې دي۔ د اطلاعات وزيرې زياته كړه پي ټي آئي وئېلې وو هغه خېبرپښتونخوا كښې اېم او يو څخه برېښنا جوړوي٬هغه په كال 2013 كښې وئېلي وو چې خېبرپښتونخوا كښې به دومره برېښنا پیدا كړو چې ټول هېواد له به يې وركړو٬نن ټول پاكستان ويني چې د دوي د برخې برېښنا هم د پنجاب حكومت او وفاقي حكومت جوړه كړی۔ مريم اورنګزېب ووئېل پاكستانے اولس دا ويني چې ټاكلې وزيراعظم كور ته لېږلې شي ??و دغسې د پاكستان د اولس د ووټ تقدس له مينځه وړلې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل پرله پسې پېشۍ روانې دي او پرله پسې ضمني ريفرنسز راروان دي ولې څه هم نه ترلاسه كېږي۔دې ووئيل د جے آئي ټي په راپور كښې د وركړې شوو شواهدو ثبوتونه لټولې شي۔دوهمې وزيرې ووئيل بل اړخه ته د پاكستان اولس دا پريكړه كوي چې ورسره نااهل??ت په اهليت بدلېږي