اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وز??را??ظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې پاکستان كښې د ټیکسټائل برآمدات ودې له ګڼې موقعې شته، کاروباری نمو لپاره ښه چاپيرچل پیدا کو??و له به هر ډول اقدامات کول?? شي، د ټولو ډلو مشاورت سره به د ټیکسټائل برآمد کونكو اسانيو له اقدامات كول?? شي۔ ده دا خبره د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټرز ایسوسی اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونې سره وكړه چا چې د نهې په ورځ وز??را??ظم آفس كښې ده سره ليدلې ؤ۔ وز??را??ظم هېواد كښې د کاروبار ودې ??و په نړيواله كچه مقابلې كو??و له هر ډول اقدامات كولو او د حکومتی عزم پخلې كولو سره ووئيل پاکستان كښې برآمداتو لپاره ګڼې موقعې شته، پاکستان كښې د ځائي پومبې پیداوار سره سره تیار مصنوعاتو كښې د سرمایه کارۍ او هنر مند افرادی قوت شته۔ پلاوي هېواد كښې د ټیکسټائل برآمداتو ته لا ودې وركو??و له بيل تجاویز وړاندې كړل۔ وز??را??ظم باور وركړو چې د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټرز ایسوسی ایشن په تجاویز به غور کول?? شي او هېواد كښې برآمدی رجحان لرونكو پرمختګ له به د ټولو ډلو مشاورت سره ټیکسټائل برآمد کونكو اسانيو له هر ډول اقدامات كول?? شي۔ د ایسوسی اېشن چیئرمېن شفیق جواد او د پلاوي غړو هېواد څخه د توان په بحران کامیابۍ سره قابو موندلو په اړه د حکومت كوټلې هڅې وستائلې۔ پلاوي د ټیکسټائل برآمد کونكو لپاره د حکومت د اړخ?? اعلان کړې شوي برآمدی پیکج هم وستائلو۔ د ملاقات په مهال دوهم وزير عابد شیر علی هم موجود ؤ۔