اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورې په 24 او 25مه نېټه په ډيووس- كلوسټرز٬ سوئټزرلېنډ كښې ?? نړيوال اقتصادي فورم په ك??نه غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم ته د دې دورې كولو ب??نه ?? نړيوال اقتصادي فورم باني او ??ېګزېكټو چيئرمېن پر??فېسر كلاس شواب وركړے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به په يو شمېر مهمو دستورو كښې ګډون كوي او نړيوالو مشرانو او ?? امريكې٬ اروپا٬ چين او ?? جاپان د 15 نامتو ملټي نېشنل كمپنو مشرانو سره به ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم به ?? نړيوالو اقتصادي مشرانو د غېر رسمي ډَلې په خاص غونډه كښې د هېوادونو او ??كومتونو مشرانو سره هم ليدنه كوي۔ هغه به د جنورې په 24مه نېټه د بېلټ اېنډ روډ د اثراتو په موضوع په غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به وال سټريټ جرنل٬ نكي/ اېف ??ي ګروپ٬ واشنګټن پوسټ٬ سي اېن اېن او ?? رائټر پشمول د مېډيا لويو نړيوالو ادارو سره مركې هم كوي۔ ?? نړيوال اقتصادي فورم په ك??نه غونډه كښې د وزيراعظم ګډون به كاروبار٬ سرمايه كارې او ??جارت لپاره پاكستان ته د يو مهم مقام په توګه د رامخې ته كېدو موقع وركړي او ?? پاكستان پر??ختګ كوونكې معيشت به په ډاګه كړې شي۔ دا به په غېر رسمي غونډو كښې يو شمېر نړيوالو مشرانو سره د ملاقات او په بېلا بېلو چارو د خبرو اترو كولو يوه مهمه موقع هم وي۔