پنډۍ ۔ 06جنوری (اے پی پی) د هېواد اعلی سول او عسكري مشرتابه د پ??كستان ايئرفورس اولني پاكستاني مشر ايئر مارشل (ر) اصغر خان ته ?? عقيدت پېرزينې وړاندې كړې دي۔ د پ??ک فضائیه د اولني مسلمان او د تر ټولو كم عمره مشر ایئر مارشل اصغر خان د جنازې لمونځ د خالي په ورځ سركاري درناوي سره په نور خان هوائي مېدان ادا كړے شو كوم كښې چې وزیر اعظم شاھد خاقان عباسی ، وفاقی ??زي??انو ٬ پارلماني غړو او دسياسي لارښودو په شمول ريټائرډ او حاضر سروس اعلی سول او پوځي چارواكو او ددوئي كورنيو ګډون وكړو۔ د درې واړو ځواكونو نمائندګي چیئرمېن جوائنټ چیف آف سټاف کمېټي جنرل زبېر محمود حیات ?? چیف آف نېول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی او چیف آف ایئر سټاف ایئر چیف مارشل سهېل امان وكړه۔ د ريټائرډ ایئر مارشل اصغر خان تابوت چې كله د جنازې ځائې ته ??اوړلې شو نو د پ??ك هوائي ځواك يوې چمتو ډلې ورته ??لامي وړاندې كړه۔ وروستو دده د جنازې لمونځ وكړې شو۔ 96 كلن ایئر مارشل اصغر خان تېره ورځ د جمعې په ورځ سهار په سي اېم اېچ پنډۍ كښې په حق ورسېد۔ د چورلكې د لارې دده مړې خاورو ته ??پارلو له د ده سيمې اېبټ آباد ته ورسولې شو۔ ارواښاد ایئر مارشل اصغر خان 5م پاكستانې دے څوك چې قامي درناوي سره خاورو ته ??پارلې شوې۔ ده څخه وړاندې څلورو كښې قائد اعظم محمد علی جناح ، جنرل ضیاء الحق ، عبدالستار ایدھی او ډاكټر روتھ پاؤ شامل دے۔