پېښور 25 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د وفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو ﴿فاټا﴾ كښې د هېواد د نورو سيمو برابر د پرمختګ راوستلو عزم لري٬ په قومي چوكاټ كښې د فاټا راوستلو معامله د مياشتو نه بلكې د ورځو ده٬ د ځينې عناصرو لخوا د فاټا اصلا??ات?? ته سياسي رنګ وركول د غندنې وړ دي٬ كوم چې د كال 2018م په ټولټاكنو كښې د دې كرېډټ ترلاسه كول غواړي٬ د فاټا اصلا??ات?? كرېډټ يوازې مسلم ليګ ﴿ن﴾ ته ځي٬ د اصلا??ات?? له مخې د يوې پېړې پخواني قانون اېف سي آر ځائ به پاكستاني قوانين ونيسي٬ د فاټا اصلاحات په وروستي پړاؤ كښې دي كوم به چې په يو څو ورځو كښې نافذ كړے شي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د خېبر اېجنسې په جمرود سيمه كښې د دريم ګورنر فاټا يوتھـ سپورټس فېسټول 2017م پرانست?? دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د تېرو څلورو كلونو په مهال د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف او سرتاج عزيز په مشرې كښې د فاټا اصلا??ات?? كمېټې د فاټا اصلا??ات?? ډرافټنګ لپاره ريكارډ كار كړے او د يوې پېړې د پخواني نظام بدلون لپاره ئې ټولې اړوند ډلې په اعتماد كښې اخستي دي۔ ده ووئيل چې د فاټا اصلا??ات?? كرېډېټ يوازې مسلم ليګ ﴿ن﴾ ته ځي۔ د اصلا??ات?? له مخې د يوې پېړې پخواني قانون اېف سي آر ځائ به پاكستاني قوانين ونيسي٬ دومره پخوانې قانون دومره زر ختمول اسان كار نه و٬ ده ووئيل چې د فاټا اولس د اېف سي آر نه نجات او د پاكستا?? د ??وانينو نفاذ غوښتو او په دې لړ كښې د فاټا د پارلمان غړو شكايت كړے و ځكه چې هغوي په قانون سازې كښې كردار ترسره كوي خو د هغوي خپلې سيمې د دې قوانينو نه محرومې دي كومه چې د افسوس خبره ده۔ ده ووئيل چې د فاټا اصلا??ات?? په نتيجه كښې به د قبائيلي اولس په معاشي او سماجي ژوند كښې بهتري راشي او دوي به معياري خدمات ترلاسه كړي۔ ده ووئيل چې حكومت پرېكړه كړې چې د فاټا اولس ته دې هغه ټولې اسانيې او وسيلې وركړې شي د كومو څخه چې د هېواد نور وګړي استفاده كوي۔ ده ووئيل چې په فاټا كښې يو نوې او معياري پوهنتون جوړ كړے شوے او په ټولو اېجنسو كښې به د دې كېمپس جوړولې شي۔ ده ووئيل چې د امنيتي ځواكونو٬ لېوي او د قبائيلي اولس په قربانيو په فاټا كښې امن راغلې۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې انت??اخ??ښې او مذهبي كركې لپاره هېڅ ځائ نشته ځكه چې زمونږ مشرانو دا هېواد د امن٬ خوشحالې او مذهبي همغږۍ په بنياد جوړ كړے و۔ ده ووئيل چې فاټا سپورټس فېسټول د امن پېغام وركړے او د د?? دستورې كاميابي د قبائيلي اولس او د امنيتي ځواكونو په قربانو ممكنه شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت به ټولې پرېكړې د قبائيلي اولس په ګټه وي۔ په دستوره كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬ دوهمې وزيرې ماروي مېمن٬ د وزيراعظم سلاكار امير مقام٬ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي او نورو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د فاټا او اېف آرز ټولو ډلو مارچ پاسټ وكړو او د خاص مېلمه سلامي ئې وكړه٬ سپورس ګالا به د دسمبر تر 29مه نېټه روانه وي چې پكښې بې بېلا بېلې مقابلې كېږي۔