اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې مذهبي جنون د نړيوالې ترهګرې لويه وجه ده خو قوم پرستې او ظلم دا نوره هم سنګينه كړې٬ د مېنځني ختيز د سوځېدونكو مېدانونو څخه واخله په كشمير ??ښې د خپلواكې څخه تر انكار نړۍ د انتهاخوښې د وجوهاتو په ختمولو ??ښې پاتې راغلې٬ د شپږو قومونو د پارلماني مشرانو لخوا په شريكه ??من او خوشحالې سره د تړون څرګندونه او د شريكې مرستې بنيادونو جوړولو لپاره په اسلام آباد ??ښې رايوځائ كېدل تاريخي موقع ده٬ د منتخب استازو لخوا د شريك احترام٬ باور او دوستې په بنياد د اولس هيلې پوره كولو لپاره د لوي قدم اخستلو موقع راغلې٬ په ګڼ اړخيزه اظهار ??ښې دا نوې پړاؤ دے چې پارلماني سفارتكاري د شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د نوي سيمه ايز اتحاد په پلو د انتظاميې لارښونه كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د شپږو هېوادونو پاكستان٬ اېران٬ تركيې٬ افغانستان٬ چين او د روسيې د سپيكرانو وړومبي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن٬ د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني٬ د افغانستان د اولسي جرګې سپيكر عبدالروف ابراهيمي٬ د اېران د مجلس شورا سپيكر علي لار??جا??ي٬ د روسيې د لانديني ايوان ډوما چيئرمېن وولوډين وائيا چسلاووكوټروچ٬ د تركيې د كرېنډ اسمبلۍ سپيكر اسماعلي قهرمان او د چين د عوامي كانګرېس نائب چيئرمېن ژيانګ پنګ هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس ??ښې اړوند پلاوو٬ د پارلمان غړو٬ د مېډيا استازو او نورو شخصياتو هم ګډون وكړو۔ سردار اياز صادق په خپله وېنا ??ښې د خاص مېلمنو او د نورو په كنفرنس ??ښې هركلې وكړو۔ ده ووئيل چې د كنفرنس د پرانستې په غونډه ??ښې تاسو ټولو ته هركلې كول خپل عزت او درنښت ګڼم۔ ده ووئيل چې قدرت زمونږ شپږ واړه قومونه په يوه ښكلې جعرافيائي لړې ??ښې پېرلي دي او زمونږ تاريخ د شريك وراثت يو ښكلې روايتي او سيمه ايز لباس اغوښتې دے۔ ده ووئيل چې د پېړيو څخه د رېښمو په تاريخي لويه لار زمونږ ابا او اجداد د يو بل د خاورې سفر كوي او د څيزونو٬ عقائدو او د خيالاتو تبادله كوي۔ دې پخوانې رابطې نه يوازې يو قدرتي سنګم پېدا كړے بلكې زمونږ معيشتونو لپاره د ستائنې وړ عنصر دے او دې زمونږ خلق هم يو بل ته نزدې كړي دي ځكه مونږ د يو بل قدرتي اتحاديان يو۔ ده ووئيل چې نن دلته د شپږو هېوادونو منتخب نمائندګان په دې هال ??ښې د نړۍ د انسانانو په څلورو ??ښې د يوې برخې نمائندګي كوي٬ دا د ټول افرادي قوت 30 فيصده دي٬ په مونږ ??ښې درې هېوادونه يعني چين٬ روسيه او اېران د نړۍ د قدرتي وسيلو لويو ذخيرو سره په شپږو لويو قومونو ??ښې شامل دي۔ د نړۍ نيمه پومبه يوازې چين او پاكستان پېدا كوي او دغسې د افغانستان قدرتي وسيلې دا د نړۍ تر لولو مالداره منطقه جوړولې شي۔ د تعميراتو په څانګه ??ښې تركيه په نړۍ ??ښې په اعلٰي درجو ده ځكه ??روري ده چې مونږ د يو بل مرستې او دوستې لپاره يو بل ته لاس وركړو۔ سپيكر ووئيل چې د تېرو دريو كلونو نه زه حالات ګورم او مشاهده مې كړې چې په ټولو نړيوالو ستونزو زمونږ د اړوند قومونو حكمت عملي يو ډول ده۔ سپيكر ووئيل چې مونږ د ترهګرې د ټولو صورتونو او اړخونو غندنه كوو٬ مونږ د ټولو مسئلو د مذاكراتو د لارې په حل كولو ټينګا كړے٬ مونږ د منطقې د مسئله د ځائي حل ملاتړ كوو نو زما باور پېدا شوے چې زمونږ ترمېنځه پرمختګ لپاره اتحاد ممكن دے۔ ده ووئيل چې په قومي اسمبلۍ او د پاكستان په سېنېټ ??ښې ټولو پارلمانونو سره د دوستې ډلې جوړې كړې شوې دي٬ كه ??اسې فورمونه په سيمه ايزو پارلمانونو ??ښې جوړ كړے شي او د دې به ډيره ګټه وشي۔ لنډه دا چې كه مونږ ??ښې هر يو په دې پلو قدم پورته كړي نو زه باور لرم چې مونږ به خپل شريك منزل ته په رسېدو ??ښې كامياب شو۔ ده ووئيل چې مونږ ته به د تېر وخت نه راوتل وي٬ بايد مونږ د اقبال د خودې نه لارښونه وكړو۔ په دې موقع حافظ شېرازي زما په ذهن ??ښې راځي كوم چې وائي چې ستا او زما رشته د زړه ده۔