اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې افغانستان كښې د كوكنارو كر او پېداوار د افغانستان پشمول د ټولې منطقې سماجي ٬ اقتصادي ٬ امن او استحكام لپاره سنګين خطر دے٬ داعش، ټي ټي پي او د هندي استخباراتي اېجنسۍ “را” پشمول تنظيمونه په پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو لپاره افغان خا??ره كاروي٬ د کلبھوش یادیو سره د كورودانې او د مور د ملاقات كولو په دراخوست غور روان دے٬ په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ به په نړيواله كچه رامخې ته كولې شي ۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د زيارت ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو د ځوابونو په مهال كړې۔د خارجه دفتر وياند ووئېل داعش، تحریك طالبان، جماعت الاحرار او د هند استخباراتي اېجنسي د “را” پشمول نور ترهه ګر تنظيمونه د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ كاروائيو لپاره افغان خا??ره كاروي۔ وياند ووئيل افغانستان كښې د “را” نېټ ورك جوړ دے كوم چې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ككړ دے۔ ده ووئيل ??اكستان په دې لړ كښې افغانستان له ټول شواهد وركړې ۔ وياند ووئيل ??لا فضل اللہ او د آرمي پبلك سکول پېښور د ترهه ګرۍ بريد ماسټر مائنډ هم په افغانستان كښې موجود دي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د كوكنارو كر او پېداوار د افغانستان پشمول د ټولې منطقې سماجي ٬ اقتصادي ٬ امن او استحكام لپاره سنګين خطر دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل ??ه راتلونكو څو ??يا??تو كښې د امريكې د دفاع وزير د پاكستان د??ره امكان لري۔ د پاك امريكې اړيكو په اړه ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سيمه ايز امن او استحكام پشمول په ټولو معاملو خبرو اترو لپاره رابطې شته۔ د کلبھوش یادیو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ډاكټر فېصل ووئيل د كلبوشن كورودانې له د ملاقات وړاندېز خاص په بشري بنياد وركړې شوې ، خو هند د كلبهوشن ياديو د كورودانې سره د ھغه د مور د ملاقات هم درخواست كړې او په دې غور روان دے۔ وياند بنګله دېش كښې تش په نوم د جنګي جرمونو ټرېبونل لخوا د جماعت اسلامي 6 غړو ته د مرګ په سزا د تحفظاتو څرګنده كړې ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئېل په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ به په نړيواله كچه رامخې ته كولې شي