اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د تحریك لبېك یا رسول ﷺ دھرنې مسئه په سوله ايز ډول هوارولو لپاره د علماء كمېټي جوړه ك??ې شوې ۔ د علماء او مشائخو غونډه ك??ې د ګډون نه پس ميډيا س??ه په خبرو كښې داخله وزير ووئيل كمېټۍ كښې د ټولو مكتبه فكر نمائندګان شامل كړې شوې چې مشري به ئې پير حسېن الدين كوي۔ ده ووئيل مونږ ټول په دې خبره سلا شوې يو چې اسلام آباد كښې د دهرنې مسئ??ه مظاهرچيانو سره د خبرو د لارې هوارول پكار ده ٬ پاکستان دا ډول د بدامنۍ زيات وخت متحمل نشي كېدې۔ ده ووئيل غونډې پارلمان څخه د ختم نبوت ﷺ د قانون منظورۍ ستائنه ك??ې او دا ئې تاريخي ګرځولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل حكومت به د مذاكراتي كمېټۍ ټول ممكنه ملاتړ او مرسته كوي٬ هيله لرو چې مظاهرچيان به هم د دې ډول طرز عمل څرګندونه وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځو??ب وفاقي وزير ووئيل په غونډه ك??ې د علماء او مشائخو اكثريت ګډون كړې خو په نورو ښارونو كښې مېشته ځينې علماﺀ كرامو په غونډه ك??ې ګډون ونه ك??ې شو۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف د غونډې اعلاميه د ميډيا په وړاندې واوروله۔