اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان د خپل سیاسی سباؤن څخه مایوسه كيدو سره د هېواد د معیشت په اړه مایوسي خپروي، د مسلم لیګ (ن) حکومت خراب معیشت د ښه كولو او هېواد د پرمختګ په پلو روان كړے، د سی پیك په نتيجه كښې د لسو ك??ونو په مهال تر ټولو زياته غیرملکي سرمایه کاري شوې ده، دوه ورځې وړاندې هم په نړيواله جریده كښې د پاکستان شميره د نړۍ په ښه معیشتونو كښې شوې۔ د جمعې په ورځ د ځوانانو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ورلډ بانك د پاکستان معیشت په ښه كولو د حکومت ستائنه ??ړې او هېواد كښې روان سیاسی صورتحال ئې معیشت لپاره خطر ګرځولې?? ده ووئيل د تيرو څلورو ك??ونو په مهال بيا بيا د معاشي پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه شوې خو دې سره د هېواد معېشت مخ په وړاندې روان شوے?? ده ووئيل د سټاك ایکسچینج 53000 پوائنټس سره د تاریخ لوړې كچې ته رسيدلې خو د سیاسی اړې ګړې په وجه دا رجحان په ځائ پاتې نه شو?? ده ووئيل عمران خان ته دا هم نه ده معلومه چې قرضې د معیشت ښه والې له او ك??ټلې پرمختيائي پروژو له خرڅ ??ړې شي نو دې سره هيڅ زيان نه كېږي، د توان او انفرا سټرکچر ??روژو سره به د پرمختګ دروازې پرانستلې شي۔