اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره پاکستان كښې د بنګله دېش هائی کمشنر طارق احسن د نهې په ورځ ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال په خپلو خبرو اترو كښې وزیر اعظم د بنګله دېش سره د دوه اړخيزه اړيكو اهمیت او په اوسنو چیلنجونو د قابو موندلو حاجت رامخې ته كړو او د دواړه هېوادونو د حکومتونو او اولس ترمينځه د رابطو زياتولو په حاجت ئې زور راوړو۔وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی د دواړه هېوادونو ترمينځه د تجارت ??ه زياتولو د اطمینان څرګندونه وكړه او اقتصادی مرستې ته ئې د ودې ور??ولو په حاجت زور راوړو۔ د شريكو رابطو اهمیت رامخې ته كولو سر?? وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د پاکستان او بنګله دېش ترمينځھ د خارجه سيكترانو په كچه د سیاسی مشاورت 6م پړاؤ به ډير زر وشي۔وزیر اعظم د بنلګله دېش هائی کمشنر ته دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې ور??ولو په غرض هڅو له د بشپړه ملاتړ او مرستې باور ور??ړو۔هائی کمشنر ووئيل بنګله دېش پاکستان س??ه خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له د هڅو روانو ساتلو لپاره د عزم پخلې كوي۔(